کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / نړيوال پوهيږي نه که نه غواړي چي امن راسي

نړيوال پوهيږي نه که نه غواړي چي امن راسي

زه نه پوهيږم چه نړيوال پوهيږي نه او که په افغانستان کښي امن راوستل نغواړي

په افغانستا ن کښي امن هغه وخت راتللي شي چه دافغانستان حکومت د ولس په زړونو کښي ځاي پيدا کړي،او ددي کار لپاره بايد لاندي ذکر شوي کارونو ته عملي جامه ورواغوستل شی-

ده ولس بنېادي ستونځي بايدحل شي-

بنيادي ستونزي په دي معني،هغه ستونزي چه جامعه په ورځني ژوند کښي ورسره لاس اوګريوان دي،دهمدغو ستونځو په حل کښي بيدو له کوم ځنډه مرسته وکړي

دمثال په تو گه که د دوه نفرو تر مينځ څه مسئله وي دقومي سپن ګيرو په مرسته څومره چه زر امکان ولري ګرم او نا ګرم معلوم او ګناه ګار ته عبرت ناکه سزاورکړي

که دي کوم نفر کار په حکومت کښي بند وي بيدون له ځنډه او په ډير ورېن تندي سره ئي بايد کار خلا ص شي-

دخلکو دارامي او ښه ژوند لپاره بنيادي کارونه بايد وشي-

په هر ولايت کښي فابريکي او تجارتي ځايونه جوړ شي ترڅو پوري خلکو ته دکاروبار موقع برابره شي ځکه چه بيکاري دغمونو اوبد بختي مور دي-

مثال که ديو فاميل دکورني غړي بي روزګاره وي طبعي ده نوموړي فاميل به اقتصادي ستونزي لري او چه بيکاري او اقتصادي ستونزي پيداشي نو کشمکش او جنګونه ورسره مل شي-

زراعت او مالداری ته دی زیاته توه جه وشی او حاصلاتو ته دی مارکیتونه پیداشی.

کله چه داغه پورته کا رونه وشوه دخلکو مینه له دولت سره وسعت پیداکوی هیچا ته بیا اجازه نه ورکوی چه دوی له بد بختی سره لاس او گریوان کی او په ضمن کی به خلک په خپلو کارونو مصروف وی بیا نو غلا چور چپاول او مخالفتونو ته به اوزگارنه وی .

ده افغانستان اوردو په صحیح معنی سره په پښو ودره ول شی او دافغانستان امنیتی چاری ورته وسپارل شی او راغلی دوستان دی روغ رمت خپلو کورونو ته ستانه شی او دا په دی خاطر چه په افغانستان کی ددوی دوام داره شتون د وی ته خطرناک ثابت کیدلی شی

داپه دی خاطروایم چه دافغانانو دا عا د ت دی چه په دوستانوئی بد نه لوریږی…

او په اخر کی دی تا سو توجه دی تورخم دروازی ته راگرزوم – پخواهم په وار وار ده تورخم دروازه د افغانانو پر مخ بنده شوی وه خو متصفانه په سلهاو افغانانو به د مجبوریت له وجی دتورخم په دروازه کی شپی سبا کولی او په نامه دوست ورور ته به په پریشانی سره منتظر وو چه کله به ئی خوشی کوی –

مگر اوس ده طورخم په دروازه کی دگوتو په شمار افغانان لید لی شی چه دا په زغرده شئی چه افغانان نور تقریبا په خفو ودریدلی دی او زه تاسو ته په جرئت سره ویلیشم چه په افغانانو دا حالت دی زیاتو په نامه دوستانو نه د ی پیرزو-