کور / تازه خبرونه / کندهار: دوه نيم زره ګيلوګرامه نشيي مواد نيول سوي

کندهار: دوه نيم زره ګيلوګرامه نشيي مواد نيول سوي

افغان امنيتي ځواکونه وايي د کندهار ولايت په ميوند ولسوالي کي يې شپږ زره کيلوګرامه نشيي مواد نيولي دي.
په نيول سويو موادو کي ٢١٢٠ کيلوګرامه تارياک، ٤٠٠ کيلوګرامه لانده هيروئين او ٢٠ کيلوګرامه پوډر شامل دي، چي د چارشنبې په ورځ په ميوند ولسوالي کي په يوه لارۍ موټر کي نيول سوي دي.
افغان ځواکونه وايي په دې تور يې دوه تنه نيولي هم دي او نيول سوي مواد يې له منځه وړي دي.
افغانستان د نړۍ ٩٣ فيصده تارياک توليدوي چي د مخدره موادو سره د مبارزې وزارت په وينا له ځينو وزيرانو، وکيلانو او واليانو څخه نيولې تر امنيه قومندانانو او پوليسو پوري کسان په دې کاروبار کي لاس لري.