کور / z_buitenland_news -- 5 / عمر بن لادن : زما پلار ترهګر نه دئ

عمر بن لادن : زما پلار ترهګر نه دئ


د اسامه بن لادن د لومړۍ مېرمني ۱۹ کلن زوی عمر بن لادن له سي اين اين تلويزيون سره په ماته ګوډه انګريزي ژبه د مرکې پر مهال وويل چي زما پلار ترهګر نه دی ، زه ویاړم چي بن لادن نوميږم ، هغه وويل چي د ۲۰۰۱ کال راهيسي يې بيا له خپل پلار سره نه دي ليدلي ، نوموړي وويل چي امريکا د مسلمانانو په وړاندي دوه مخي کوي ، نوموړي پر خپل پلار ږغ وکړ چي د مسلمانانو څخه د دفاع لپاره دي په خپله تګلاره کي بدلون راولي . نوموړئ چي دمرکې پر مهال د خپلي انګريزۍ مېرمني سره ناست وو وويل چي د خپلي مېرمني سره يو ځای به په د لويديځ او اسلامي نړۍ تر منځ د سولي په راوستلو کي هڅي پيل کړي .