دفاع وزارت:د طالبانو مشهور قومندان ووژل سو

34 | جنوري 22nd, 2008


 


د افغانستان د ملي دفاع وزارت وياند ظاهر عظيمي وويل چي په هلمند ولايت کي يې د طالبانو مشهور قومندان ظواهري د نظامي عملياتو په ترڅ کي وژلی دی .


نوموړي وايي چي ظواهري يې د هلمند ولايت د کجکي او موسا کلا ولسواليو تر منځ له د بريد پر مهال د خپلو اوو نفرو ملګرو سره يو ځای ځای پر ځای وژلی او د هغه درې نور ملګري  په جګړه کي ټپيان سوي دي . طالبانو تر اوسه ددې پېښي په اړه څه نه دي ويلي .

Copyright Larawbar 2007-2024