په بدخشان کې دحکومت په وینا ترورست نیول شوی.

رحيم ګل څاروان | جنوري 22nd, 2008


دافغانستان دحکومت امنیتي چارواکي وايي چې دبدخشان په ولایت کې یې دالقاعده شبکې یو غړی نیولی، دکورنیو چارو وزارت له لوري لر او بر ویبپاڼې ته په راغلې خبر پاڼه کې لیکل شوي دي چې دبدخشان ولایت په وردوج ولسوالۍ کې دشمس الدین په نوم دغه دالقاعدې شبکې غړی نن پولیسو نیولی، خبرپاڼې لیکلي چې ده په خپلې لومړنۍ پلټنه کې ویلي چې تیره وخت کې یې داغا خان په ټولنه برید کړی دی.

Copyright Larawbar 2007-2024