کور / مرکه / مرکه : لکه فارمي چرګان، له واکسين پرته ژوند نه سي کولائ

مرکه : لکه فارمي چرګان، له واکسين پرته ژوند نه سي کولائ

بسم الله الرحمن الرحيم

امریکایي فوځیان د فارمي چرګانو په څیردي له واکسین او کانسروشوې پرته ژوند نه شي کولې.

د رويتر له خبريال فدا محمد عديل سره داسلامي حزب د امیر محترم حکمتیار مرکه :

پوښتنه: د افغانستان لپاره د امريكا د نوې پاليسي او د دېرش زره مزيد فوځ لېږلو له اعلانه وروسته څه فكر كوئ چي آيا بهرني ځواكونه به بريالي شي؟
1- – ځواب: امريكا د نورو فوځونو په لېږلو سره د شوروي اتحاد ناكامه تجربه تكراروي، له دې نه به همغه څه ترلاسه كوي چي مسكو ترلاسه كړل، نتيجه به ئې يوازي دا وي چي له افغانستانه لازيات تابوتونه انتقال كړي، د لا زياتو بې گناه افغانانو د مرگ ژوبلي باعث شي او مزيد مالي او ځاني تلفات وگالي. دا اوس اوس په افغانستان كي د دوى د نظامي، استخباراتي او ملكي پرسونل شمېر تر هغي شمېرې زيات دئ چي شوروي اتحاد په وروستيو كلونو كي په افغانستان كي درلودل، د نورو څلوېښتو زرو فوځيانو او په خوا كي ئې د نورو استخباراتي او ملكي پرسونل په لېږلو سره به دا شمېره شاوخوا درې لكه شي. خو كه په تېرو اتو كلونو كي دوى له افغانستانه ښه خبر وانه ورېدو له دې وروسته ئې هم نشي اورېدلى. افغانانو ته معلومه شوې ده چي امريكايي فوځيان د فارمي چرگانو په څېر دي، له فارم نه بهر او له واكسين او كانسرو شوي خوړو پرته ژوند نشي كولى. دوى دا توان نه لري چي په غرونو او درو كي د مجاهدينو مقابله وكړي.

پوښتنه: په اتلسو مياشتو كي له افغانستانه د فوځونو د ايستلو اعلان ته په كومه سترگه گورئ؟ آيا حزب اسلامي به اوس د خپلي وعدې مطابق له امريكا سره د باعزته وتلو په اړه مرسته وكړي؟ لكه چي تاسو وړانديز كړى وو چي كه امريكا د وتلو لپاره كوم مهال ويش اعلان كړي نو حزب اسلامي به د انسحاب په اړه مرسته كوي او د امريكايانو د حفاظت ذمه واري به په غاړه اخلي؟
2- ځواب: د اوباما د نوې ستراتيژۍ په اړه د پنتاگون او سټيټ ډيپارمنټ تعبيرونه بيل بيل دي، داسي معلومېږي چي په دې ستراتيژي كي هم د هغو خلكو رأيه په پام كي نيول شوې چي له افغانستانه د فوځونو وتل غواړي او هم د هغو جنگ غوښتونكو جنرالانو چي له جنگ نه ډېري گټي ترلاسه كوي، هغه چي جورج بوش او امريكا ئې په دوو ناكامو جگړو كي ښكېل كړل، معلومه نه ده چي اتلس مياشتي وروسته به سپينه ماڼۍ د كوم لوري د رأيي تر اغېز لاندي وروستۍ پرېكړه كوي! دې ته په پام سره چي څو مياشتي مخكي ځينو غربي مشرانو ويل چي موږ به تر پنځوسو كلونو پوري په افغانستان كي پاته كېږو؛ اتلس مياشتي وروسته د فوځونو د ايستلو اعلان يو په زړه پوري او د ډېرو د تصور او انتظار خلاف انكشاف دئ، خو مهمه خبره دا ده چي وتل به كله بشپړ كېږي، كه دا خبره مجهوله نه وى پرېښودل شوې او واضح مهال وېش ئې اعلان كړى وى، مجاهدينو ته به آسانه شوې وه چي خپل دريځ څرگند كړي، اوس پنتاگون د جگړي د دوام او حتى تشديد گواښونه كوي، د جنگ په مقابل كي زموږ ځواب له جنگ نه پرته بل څه نشي كېدى، څوك چي زما سينې ته ټوپك نيسي له ما نه دي دا انتظار نه لري چي د گلانو گېډۍ وروړاندي كړم، څوك چي له څو زره ميله لري نه د جنگ په موخه او زما پر ولس باندي د يوه مزدور او منفور رژيم د تپلو لپاره راځي زه له دې پرته بل بديل نه لرم چي له خپل هېواد نه د دفاع په خاطر مقاومت ته دوام وركړم او تر هغه وجنگېږم چي ټول نيواكگران زما د هېواد له لوېشت لوېشت خاوري ووځي.

د باعزته وتلو په اړه د مرستي خبره هغه مهال مطرح كېدى شي چي سپينه ماڼۍ د وتلو دقيق او څرگند مهال وېش اعلان كړي او له يوه عادلانه او معقول حل سره توافق وكړي.

پوښتنه: د امريكا د احتمالي وتلو په صورت كي د افغانستان مستقبل څنگه گورئ؟ آيا د دې امكان شته چي افغاني ډلي، طالبان، پښتانه او غير پښتانه په گډه د افغانستان د راتلونكې په اړه كوم مثبت او رغنده اقدام وكړي؟ د دې خبري څه تضمين كېدى شي چي د اقتدار لپاره دي بيا خپلمنځي جگړي پيل نشي؟
3- ځواب: كه اشغالگر ځواكونه له مجاهدينو سره له كومي موافقې پرته ووځي نو له وتلو وروسته به همغه څه كېږي چي د شوروي اتحاد د ځواكونو له وتلو وروسته وشول، توپير به ئې يوازي دومره وي چي د كابل حكومت به ډېر ژر نسكور شي، فوځ او پوليس به متلاشي شي.

موږ دې ته تيار يو چي له نورو افغاني ډلو سره په داسي يوې طرحي توافق وكړو چي د تېرو ترخو تجربو د تكرار مخنيوى وكړي، د همدې لپاره وايو چي اشغالگران دي له يوې معقولي طرحي سره توافق وكړي، د خپلو فوځونو د ايستلو لپاره دي د منلو وړ مهال وېش اعلان كړي، قدرت دي يوه موقت حكومت ته انتقال شي او د بهرنيو ځواكونو له وتلو وروسته دي انتخابات ترسره شي. موږ د شوروي اتحاد د ځواكونو د وتلو پر مهال هم دا طرحه وړاندي كړې وه، ډاكټر نجيب په سر كي په ائتلافي حكومت ټينگار كاوو خو وروسته ئې زموږ له طرحي سره توافق وكړ، د ملگرو ملتونو د سر منشي د خاص استازي بينن سيوان په وساطت د موقت حكومت په اړه توافق وشو، خو مسكو او تهران دا طرحه تخرب كړه، د جبل السراج ائتلاف ئې جوړ كړ، په مسكو او تهران پوري تړلې ډلي ئې راغونډي كړې، كودتا ئې وكړه او د مجاهدينو په لاس د يوه اسلامي حكومت د جوړېدو د مخنيوي لپاره ئې د هغو جگړو اور بل كړ. ښايي تهران يو ځل بيا هڅه وكړي چي د مسكو په ملگرتيا همغه مخكنۍ لوبه بيا تكرار كړي، خو إن شاء الله دا ځل به دوى معكوس نتايج ترلاسه كوي.

پوښتنه:د القاعده په اړه ستاسو نظر څه دئ؟ آيا القاعده ته په كار ده چي افغانستان پرېږدي؟ ټول خارجي ځواكونه، شخصيتونه، جهادي ډلي او ټولي هغه ډلي له افغانستانه ووځي چي د افغانستان امن له گواښ سره مخامخ كوي، آيا دا هم ممكنه ده چي د يوې ملي تگلاري او سياست له مخي ټول داسي عناصر د امن پلويان كړى شي؟
4- ځواب: د القاعده په اړه اوس امريكايان په خپله وايي چي تر سلو لږ كسان ئې په دې سيمي كي شته چي هغه هم په قبايلي سيمو كي پټ شوي، د دې معنى دا ده چي اشغالگران د القاعدې د ځپلو لپاره نه بلكي د نورو اغراضو لپاره دلته پاته دي او نور فوځونه رالېږي!! كوم بې عقله انسان به دا خبره ومني چي امريكايان د سلو كسانو لپاره سل زره مسلح ځواك هم كافي نه گڼي او د نورو رالېږلو ضرورت احساسوي!! دوى په دې نامه پر افغانستان بريد وكړ چي القاعده او د دوى حامي طالبانو ته سزا وركړي، د طالبانو حكومت اته كاله مخكي نسكور شوى، د القاعدې په سلو كي اته نوي غړي له افغانستانه وتلي او اوس په عراق او صومال كي ورسره جنگېږي، نو دوى په افغانستان كي څه كوي؟ آيا له دې پرته بله خبره كولى شو چي دوى نور شوم اغراض لري، د دغو پليتو اغراضو په لړ كي يو ئې دا دئ چي غواړي په افغانستان كي د خپل لاس پوڅى رژيم له بقا او دوام نه مطمئن شي.

كه بهرني ځواكونه افغانان خپلي مخي ته پرېږدي او زموږ په كورنيو چارو كي لاسوهني ونه كړي افغانان كولى شي خپل مسائل په خپله حل كړي.

پوښتنه: د حزب اسلامي مجاهدين په داسي حال كي چي د طالبانو له تگلاري سره اختلاف لري ولي د دوى په څېر فعاليتونو كي مصروف دي، او حتى له ځېنو سيمو نه د طالبانو او د حزب اسلامي د مجاهدينو د گډو عملياتو خبرونه هم ترلاسه شوي؟ آيا تاسو دا فكر كوئ چي د امريكا او ناټو د ايستلو لپاره يوازنۍ لار ټوپك ته لاس كول دي؟
5- ځواب: هو؛ موږ ته د بهرنيو د ايستلو لپاره بله لار په نظر نه راځي، اشغالگرانو نوري ټولي لاري تړلې دي، موږ او طالبان يوازي په دې كي متفق يو چي د اشغال د خاتمې لپاره له مقاومت نه پرته بله لار نشته، نور نو يقيناً چي زموږ او هغوى په تگلارو كي ژور توپيرونه شته.

پوښتنه: د حزب اسلامي په اړه ويل كېږي چي د اختلاف او تفرق ښكار شوى، ځيني مشران ئې د موجوده پارلمان غړي دي، ځيني ستا په څېر په پټه ژوند كوي، آيا په رښتيا سره د حزب اسلامي كومه بله داسي ډله يا برخه هم شته چي د امريكا، سعودي عربستان يا پاكستان په توسط له طالبانو او نورو سره په مذاكراتو بوخت دي لكه چي د داؤد عابدي په اړه چي ځيني خبري اورېدل شوې؟
6- ځواب: دا بې بنسټه تبليغات دي، حزب تر مخكي زيات ځواكمن، منظم او متحد دئ، حزب د مبارزې يو څلوېښت كلنه تجربه لري، له سختو مراحلو تېر شوى، له سترو سترو آزموينو سره مخامخ شوى، له ټولو بريالى او سرلوړى وتلي او هر ځل تر مخكي زيات مضبوط او ځواكمن څرگند شوى، نن تر بل هر وخت زيات غړي او پلويان لري. تېرو تجربو ښودلې چي هر څوك له حزب نه ووځي تش لاس به وځي، حتى د كورنۍ غړي به ئې هم ورسره نه ځي. داؤد عابدي د حزب غړى دئ او د مذاكراتو په اړه د ده هڅي د حزب په موافقه ترسره شوې.

امريكايان د حزب هغه سابقه غړي هم نشي زغملى چي اوس د پارلمان غړي دي، د جدي په مياشت كي ئې د بغلان سناتور محمد يونس له خپل زوى سره شهيد كړ او تر دې د مخه ئې استاد فريد او ډېر نور قومندانان او مهم شخصيتونه ترور كړل.

پوښتنه: د افغانستان د مستقبل او امن په اړه ستاسو طرحه څه ده؟ آيا د افغانستان ملي اردو او ملي پوليس د دې وړ دي چي په افغانستان كي امنيت تأمين كړي؟ له دې نه علاوه كوم تجويز لرئ لكه دا چي د اسلامي هېوادو فوځي قطعات د خاصي مودې لپاره په افغانستان كي ځاى په ځاى شي.
7- ځواب: د حزب اسلامي له لوري هم د افغانستان د روان بحران د حل طرحه وړاندي شوې، هم د راتلونكي نظام او هم د اساسي قانون يوه جامع مسوده.

د بحران د حل طرحه په دغو اساسي ټكيو شامله ده:

د بهرنيو فوځونو د وتلو لپاره معقول او د منلو وړ مهال وېش اعلانول. تر وتلو مخكي له ښارونو نه بهر په عسكري اډو كي د دوى استقرار.
يوه موقت، غير ائتلافي حكومت ته د قدرت انتقال. د موقت حكومت د كابيني غړي به په انتخاباتو كي د برخي اخيستو حق نه لري.
د بهرنيو ځواكونو له وتلو وروسته د متناسب تمثيل پر بنسټ داسي عام او عادلانه انتخابات چي د جمهوري رياست او د پارلمان لپاره په يوه وخت او يو ځل ترسره شي.
كه ځيني ډلي د خپل امنيت لپاره د بهرنيو سوله ساتو ځواكونو شتون ضروري گڼي، په دې غوښتني غور او تفاهم ته چمتو يو، د داسي اسلامي هيوادو له محدود شمېر فوځ سره توافق كولى شو چي د افغانستان گاونډي نه وي او د كومي خاصي افغاني ډلي پلوي نه كوي، مشروط په دې چي دا قطعات به له ښارونو نه بهر ځاى په ځاى كېږي او ټول تحركات به ئې د موقت حكومت تر ادارې او قومندې لاندي وي.

پوښتنه: د افغانستان په اړه د ايران، هند او پاكستان په څېر گاونډيو هېوادو او د دوى د حكومتونو يا خفيه ادارو كړني څنگه ارزوئ او د دغو دريو هېوادو په اړه د راتلونكې لپاره څه تجويز لرئ؟ آيا له دوى دريو نه كوم يوه ته د دې اجازه وركول صحيح دي چي د افغانستان خاوره د بل په ضد وكاروي؟ د افغانستان گاونډيو ته ستا پيغام څنگه دئ؟
8- ځواب: متأسفانه دغو دريو هېوادو خپلمنځي رقابتونه افغانستان ته راانتقال كړي او افغانان د دوى د ناروا رقابتونو قرباني شوي، په دوى كي د ايران ونډه تر ټولو ډېره كركجنه او د افغانانو او افغانستان په ضد ده، ايران هم له روسانو سره د مجاهدينو په ضد لاس يو كړ او هم له امريكايانو سره، موږ به په راتلونكي افغانستان كي هيڅ هېواد ته دا اجازه ورنه كړو چي د افغانستان په كورنيو چارو كي لاسوهني وكړي او د افغانستان خاوره د بل چا په ضد استعمال كړي.

پوښتنه: پاكستان چي د د افغان ولس، مجاهدينو او مهاجرينو لپاره څه كړي، دغو ته په پام سره ستاسو نظر څه دئ؟ پاكستان چي نن له كومو ستونزو سره مخامخ دئ څه فكر كوئ چي څوك پاكستان له عدم استحام سره مخامخ كوي؟

9- ځواب: پاكستان هم له افغانانو سره ډېر ښه كړي او هم ډېر بد، د شوروي په ضد د مقاومت په دوران كي له افغانانو سره د پاكستان بې دريغه مرستي او د جهاد په ملاتړ كي د پاكستان ونډه ډېره د ستايني وړ وه، افغانان به ئې هيڅكله هېره نه كړي، خو د شوروي د فوځونو له وتلو وروسته اسلام آباد خپلي ټولي مخكنۍ ښېگڼي په اوبو لاهو كړې، د امريكا تر فشار لاندي ئې هغه څه وكړل چي نن ئې نتايج په افغانستان او پاكستان كي گورو، لومړى ئې د حزب اسلامي په ضد د شمالي ائتلاف ملاتړ وكړ، بيا ئې طالبان په داسي وخت كي د حزب په ضد ميدان ته راوايستل چي شمالي ائتلاف د نزعي په حالت كي وو، كه طالبانو هغه مهال له شا نه د حزب په سنگرونو بريد نه وى كړى د شمالي ائتلاف ټغر به د تل لپاره ټول شوى وو. بيا ئې د كابل په نيولو او د طالبانو د حكومت په نسكورولو كي د امريكايانو دومره مرسته وكړه چي كه دا مرسته نه وى نو نه ئې كابل نيولى شو او نه تراوسه دلته پاته كېدلى شو.

نن چي پاكستان له كومو سترو سترو گواښونو او ستونزو سره مخامخ دئ دا د امريكا د خوشحالولو لپاره له جهاد او مجاهدينو سره د دښمنۍ سزا ده، له امريكا سره د اسلام آباد بلاقيد و شرط دوستي او د واشنگټن اوامرو ته غاړه اېښودل دا مشكلات ورته راولاړ كړي.

د پاكستاني طالبانو يا دلته د القاعده فعاليتونو ته په كومه سترگه گورئ؟ آيا په افغانستان او پاكستان كي ځان وژونكي عمليات جائز گڼئ؟ كه په يوه كي ئې جائز او په بل كي ئې ناجائز گڼئ نو ولي؟ پاكستاني طالبانو ته ستاسو پيغام څه دئ، هغه چي د دوى په اړه ويل كېږي په پاكستان كي د امريكا د مداخلې لپاره لار آواروي؟ دا هم ووايئ چي آيا په پاكستان كي القاعده شته يا دا هسي انگازې او افواهات دي؟
10 ځواب: لكه څنگه چي په افغانستان كي امن غواړم په پاكستان كي ئې هم غواړم، څومره چي د افغانستان په دردناك حالت زما زړه درد كوي همدومره په پاكستان كي د بې گناه او مظلومو پاكستانيانو په وژل كېدو غمجن كېږم، په دواړو هېوادو كي د روانو بې امنيو، جگړو او چاودنو تر شا د امريكا لاس دئ، زه په بشپړ يقين سره ويلى شم چي د پاكستان او افغانستان په ټولو هغو چاودنو كي د بهرنيو استخباراتي شبكو لاس دئ چي بې گناه خلك په كي وژل كېږي.

كاش پاكستان د افغانانو په ضد د اشغالگرانو ملگرتيا نه وى كړې او كاش پاكستاني طالبان او القاعده په پاكستان كي د جگړو لار نه وى غوره كړې يا دې ته نه وى اړ كړى شوي.

د اسلام د دښمنانو په ضد فدائي عمليات د ډېري ستايني او تمجيد وړ عمل دئ، هيڅ باانصافه انسان هغه فدائي عمليات نشي غندلى چي د بې وزلو مظلومانو له لوري د آزادۍ په موخه د اشغالگرانو په ضد ترسره كېږي، موږ دا راز فدايي عمليات تأييدوو، په دې شرط چي بې گناه خلكو ته تاوان ونه رسوي.

پوښتنه: په افغانستان كي د طالبانو د حكومت په دوران كي يا له هغه وروسته له ملاعمر، اسامه بن لادن، ايمن الظاهري يا د القاعده او طالبانو له نورو مشرانو سره ستا بالواسطه يا بلاواسطه تماس او رابطه يا ملاقات شوى؟ چي په هغه كي د افغانستان د مستقبل په اړه خبري شوې وي؟
11- ځواب: اوه كاله مخكي له اسامه او ايمن الظواهري سره څو مياشتي يو ځاى اوسېدم، بيا سره بېل شوي يو، اوس ورسره بالواسطه يا بلاواسطه تماس نه لرم، د يرغل په لومړيو كي مي له ملاعمر سره بالواسطه تماس شوى، د حزب مجاهدينو ته مي ويلي وو چي د طالبانو مرسته وكړي، خو كله چي داخل ته راغلم بيا مي نه بالواسطه او نه بلاواسطه اړيكي درلودلې دي، البته له طالبانو سره د هيئتو په كچه خبري شوې دي چي دا لړۍ هم له اوږدې مودي راايسي متوقف شوې. امريكايانو زما د دښمنانو ملاتړ وكړ، په ځواب كي ما هم د دوى د مخالفينو ملاتړ كړى، دا كار به له هر هغه لوري سره كوم چي زما او زما د ولس په ضد دښمني ته ملا وتړي.

پوښتنه: همدا اوس د حزب اسلامي د مجاهدينو، متعهدينو او رضاكارانو شمېر څومره دئ؟ آيا تاسو د افغانستان په انتخاباتي بهير كي بيا برخه اخيستى شئ؟ آيا د دې امكان شته چي حزب اسلامي مذاكراتو ته چمتو شي؟ نو شرايط به څه وي؟ له افغان حكومت سره د مذاكراتو شرايط به څه وي او كه امريكا او د هغه متحد قوتونه مذاكراتو ته چمتو شي د هغوى په اړه به شرايط څه وي؟ كه طالبان له مذاكراتو انكار وكړي نو آيا تاسو به هم انكار كوئ؟ آيا د دې امكان شته چي ستاسو او طالبانو دريځ بېل بېل وي؟
12- ځواب: له حزب سره د تنظيم، قوت، د غړو د شمېر، سياسي او جهادي تجربو، په ټولو قومونو او سيمو كي د پراخ نفوذ له پلوه هيڅ افغاني ډله سيالي نشي كولى، زه په يقين سره ويلى شم چي كه دا نن په افغانستان كي عادلانه انتخابات ترسره شي نو نږدې اويا په سلو كي خلك به حزب اسلامي ته رأيه وركوي. موږ په زرگونو مجاهدين جهاد ته سوق كولى شو خو خپلو محدودو امكاناتو او وسايلو ته په پام سره مو دومره مجاهدين سوق كړي چي تر اوږدې مودې ئې د اكمال له عهدې وتلى شو.

موږ تل او له هر لوري سره مذاكراتو ته چمتو يو په دې شرط چي پوه شو مقابل لورى په مذاكراتو كي مخلص دئ او له هغه سره خبري او مذاكرات زموږ هېواد او ولس ته څه گټه لري.

له افغان حكومت سره مذاكرات په هغه صورت كي گټور دي چي بهرني ځواكونه هغه ته د مذاكراتو او د دې خبري اختيار او واك وركړي چي د بهرنيو ځواكونو د وتلو په شمول په ټولو مسائلو له مجاهدينو سره مذاكرات كولى شي، تر اوسه دا اختيار او واك نه دئ وركړى شوى.

له بهرنيو ځواكونو سره د مذاكراتو په اړه زموږ شرط دا دئ چي له افغانستان نه وتلو چمتو شي.

موږ په خپل تصميم كي په بشپړه توگه مستقل يو، نه د جنگ په اړه له طالبانو سره كومه معاهده لرو او نه د صلحي په اړه.

پوښتنه: حامد كرزي ته ستا مشوره څه ده؟ آيا دى به په راتلونكو اتلسو مياشتو كي د خپلو امريكايي دوستانو د هيلو تر سره كولو صلاحيت او توان ترلاسه كړى په راتلونكې كي هغه ته څه كول په كار دي؟
13- ځواب: امريكايانو غوښتل چي كرزى په كومي بلي څېرې تعويض كړي، خو شرايط داسي راغلل چي دا كار ئې ونه كړى شو، د كرزي له حكومت نه ښه خاطره نه لري، د هېواد له سمي ادارې ئې عاجز گڼي، حكومت ئې په پراخ اداري فساد تورنوي، دا هيله قطعاً نه ترې لري چي د بهرنيو فوځونو له وتلو وروسته به د لنډي مودې لپاره دوام وكړي. كرزي ته زما مشوره دا ده چي له خپلي لمني نه د پرديو د غلامي تور داغ ومينځي، داسي څه وكړي چي نوم ئې د ببرك كارمل او نجيب تر څنگ د افغانستان په راتلونكي تاريخ كي ليكل شوى پاته نشي. كه دې ته ملاوتړي نو موږ ئې مرسته كولى شو.

پوښتنه: د امريكا جمهور رئيس ته د نوبل د صلحي جائزه وركړى شوه آيا دى واقعاً د دې جائزې وړ دئ؟ آيا هغه د افغان ولس لپاره د كوم ستر، مهم او مثبت كار كولو په اړه واقعاً مخلص درته برېښي؟
14- ځواب: كه اوباما ته جائزه ورنه كړي نو چا ته ئې وركړي؟ د اروپائيانو خصلت دا دئ چي هغوى تل په خپلو ملكونو كي امپراطوران پاللي او په خپلو مستعمراتو كي ئې جاسوسان ستايلي، د دوى لوى لوى شخصيتونه هيټلر، موسولوني او سټالين ول، نن هم دا دئ گورئ چي د دوو خونړيو جنگونو سرقومندان ته د صلحي جائزه وركوي! تاسو به د دوى په تاريخ كي ونه گورئ چي د آزادۍ غوښتونكو قيامونو مخورو او محبوبو مشرانو ته ئې د اتلانو په سترگه كتلي وي. په افغانستان كي د دوى اتلان هغه وطن پلورونكي دي چي هم د روسانو لپاره له خپل ولس سره وجنگېدل او هم د امريكايانو لپاره.

پوښتنه: له افغانستانه بهر په دې سيمي كي د امريكا تگلاري ته په كوم نظر گورئ، ويل كېږي چي هغه اوس د ايران او پاكستان محاصره كول غواړي، هند د چين په ضد ودرول غواړي، په دې سيمي كي د امريكا گټي څنگه دي؟ څه غواړي او وروستى منزل ئې كوم دئ؟
15- ځواب: له كومي ورځي چي په دې سيمي كي امريكايان كوز شوي له جگړو، وينو تويولو او ورانيو پرته ئې بل څه له ځان سره نه دي راوړي، د دوى استعماري موخي له هيچا پټي نه دي، غواړي د دې سيمي په زيرمو قبضه وكړي، د مركزي آسيا د تېل او گاز ذخائر خپل كړي، په پاكستان كي همغه څه وكړي چي په افغانستان كي ئې وكړل، د هند او چين، هند او پاكستان تر منځ رقابتونه تشديد كړي، غواړي له ايران نه يو بل اسرائيل جوړ كړي او عربان پرې ووېروي، په افغانستان او عراق كي چي دوى ايران ته كوم امتيازات وركړل، د متحده اماراتو د جزايرو د اشغال په وړاندي عكس العمل نه ښودل او ډېري نوري خبري د همدې غمازي كوي، دوى د خپلو گټو لپاره له هيڅ څه نه دريغ نه كوي، خپلي گټي ئې په نورو هېوادو كي له جنگونو سره غوټه كړې دي.

پوښتنه: آيا امريكا په رښتيا سره غواړي چي اسامه ووژني؟ يا هسي د خپلو گټو لپاره د هغه نوم استعمالوي؟

16- ځواب: هو؛ په دې كي هيڅ شك نشته چي امريكا غواړي اسامه ووژني، واشنگټن اسامه ته د يوه داسي مقاومت د نښي او سمبول په سترگه گوري چي په ټولي اسلامي نړۍ كي د دوى په ضد پيل شوى او ورځ په ورځ تشديد كېږي. گمان كوي چي د ده په وژلو سره به دا مقاومت وځپي، همدا د دوى ستره اشتباه ده، دوى دې ته متوجه نه دي چي اسامه دا پاڅون نه دئ راپارولى بلكي د دې مقاومت تر شا چي كومه مفكوره او جذبه ده هغې اسامه زېږولى، كه اسامه شهيد شي نو په لسگونو نور اسامه به راپيدا شي.

والسلام عليكم و رحمة الله و بركاته