کور / اسلامي / د دوبۍ لوړه ودانۍ که د قیامت علامه؟

د دوبۍ لوړه ودانۍ که د قیامت علامه؟

یو ځل رسول الله (صلی الله علیه وسلم) له صحابه وو کرامو سره ناست وو، یو نابلده سړی چې سپېنې جامې یې په تن وي، تک تور وېښته یې وو، او دسفر نښې نښانې هم نه پرې ښکارېدې، راغی او په ډېر ادب او احترام داسلام ستر پیغمبر (صلی الله علیه وسلم) ته مخامخ کېناست او دیو لړ پوښتنو په ترڅ کې یې داپوښتنه هم ترې وکړه چې دقیامت ورځ کله ده؟ پیغمبر علیه السلام وویل: ستاپه څېر زه هم پرې نه یم خبر، بیایې ترې وپوښتل: نو دقیامت ځینې نښې او علامې کومې دي؟ پیغمبر علیه السلام دقیامت دعلامو له جملې څخه یوه دا هم ذکر کړه چې داوښانو او مېږو پیوونکي به دلوړو ودانیو په جوړولو فخر کوي او په همدې خاطر به سیالي کوي، یو به وايي زما ودانۍ لوړه ده بل به وايي زما. كله چې نوموړی نابلده سړی رخصت شو پیغمبر علیه السلام پوښتنه وکړه: آيا تاسو دا سړی وپېژاند؟ صحابه وو کرامو وويل: نه، رسول الله (صلی الله علیه وسلم) وفرمایل: دا جبرائیل علیه السلام وو، ددې لپاره راغلی وو چې تاسو ته دین دروښیي.

په (۴/۱/2010م) نېټه خبري رسنیو خبر خپور کړ چې دنړۍ ترټولو لوړه ودانۍ په دوبۍ کې د (خلیفه د برج) په نامه پرانستل شوه، چې ددوبۍ حاکم شیخ محمد راشد آل مکتوم له خوا یې رسمي افتتاح وشوه.

له دې وړاندې هم په نړۍ کې دلوړو ودانیو سیالۍ روانې وې، دکوالالمپور دپیتروناس غبرګې ودانۍ چې ۴۵۲ متره لوړوالی لري، یا په مکه مکرمه کې ۴۸۵ متریزه ودانۍ چې د ابراج البیت په نامه یادېږي او دنړۍ دلسو لوړو ودانیو له ډلې څخه یوه ده، همدارنګه په تایوان کې ۱۰۱ پوړيزه ودانۍ ده چې لوړوالی یې ۵۰۸ مترو ته رسیږي، یا په نیویارک کې دنړیوال تجارتي مرکز ودانۍ چې ټاکل شوې وه تر ۲۰۰۹ کال پورې به یې لوړوالی ۵۴۱ مترو ته رسېږي. همدارنګه په شنګهای او دوبۍ کې هم دېته ورته لوړې ودانۍ موجودې دي.

خو دخلیفه بن زاید په نامه نومول شوې ودانۍ چې تازه یې دابادۍ چارې پای ته رسیدلی دنړۍ دهرې لوړې ودانۍ ریکارډ مات کړ، دا ودانۍ دتېره مخروط په شکل جوړه شوې، دڅه دپاسه ۱۶۰ پوړونو درلودونکې ده، ۸۲۸ متره لوړه ده او د ۹۵ کیلومترو په واټن کې هم لیدل کیدای شي.

دپروژې په پیل کې یې لګښت یو ملیارد ډالر اټکل شوې وو خو دځایي رسنیو په وینا ښايي له دې څخه هم زیات لګښت ورباندې راغلی وي.

دخلیفه بن زاید دودانۍ جوړېدل نړۍ ته یو ستر چلینج وو، خو امیر الولید بن طلال بن عبدالعزیز آل سعود ددې چلینج دماتولو په نیت په راتلونکي کې په جده کې د۵۰ ملیارد ریالو په لګښت بله ودانۍ جوړوي ترڅو دخلیفه ودانۍ ته ماتې ورکړي، ددې ودانۍ لوړوالی به دخلیفه بن زاید دودانۍ دوه برابره یعنې ۱۶۰۰ متره یا یو میل وي، نو ځکه د برج المیل په نامه هم نومول شوې ده.

دبرج المیل په جوړېدلو سره به امیر الولید بن طلال چې په نړۍ له شتمنو کسانو څخه شمېرل کېږي دلوړو ودانیو دسیالانو د سر مقام وګټي او دنړۍ سیالان به له یو سخت چلینج سره مخامخ کړي.

دیادونې وړ ده چې عربي خلیج به په راتلونکي کې په نړۍ کې دترټولو لوړو څلورو ودانیو افتخار لاسته راوړي، په کویټ د مبارک ودانۍ چې ۱۰۰۱ متره به لوړه وي د ۸۶ ملیارد ډالرو په لګښت به جوړه شي، په دوبۍ کې د البرج په نامه بله ودانۍ چې ۱۰۵۰ متره لوړوالی به لري، او په بحرین کې ۲۰۰ پوړیزه ودانۍ چې لوړوالی به یې ۱۰۲۲ متره وي.

رابه شو دېته چې آیا دغه ودانۍ چې په ښکاره ډول دتفاخر او سیالۍ له مخې ترسره کېږي، د پیغمبر (صلی الله علیه وسلم) دپورتني حدیث مصداق نه ده؟ او همدا ودانۍ دقیامت د نږدېوالي همغه علامه نه ده کومه چې پیغمبر علیه السلام یې څوارلس سوه کاله مخکې یادونه کړې وه؟!

نن ورځ مونږ وینو دقیامت ورځې دنږدیوالي هغه علامې او نښې نښانې چې پیغمبر علیه السلام څوارلس سوه کاله مخکې ذکر کړي دي یوه له بل پسې رښتیا کېږي، دعلم او علماوو ورځ په ورځ کمښت، دجهل او قتل وقتال عام کېدل، دساز او سرود روا ګڼل، شراب په بدل نامه نومول او روا ګڼل، دچارو واګي دنااهله او سپکو کسانو په لاس کې لوېدل، فحاشي، دزلزلو زیاتوالی، دامانت خیانتول، په مسلمانانو باندې دټولې دنیا دکفارو راټولیدل لکه دخوراک په کاسه چې راټول شوي وي ترڅو اسلام او مسلمانان له منځه یوسي، دیهودو او نصاراوو پیروي او متابعت، او داسلام دین لکه د اور سکروټه ګرځېدل که غورځوې یې له اسلامه ووځې او که په لاس کې یې نیسې سوځوي دې، ټول هغه څه دي چې پیغمبر علیه السلام دقیامت دقیام نښې او علامې ګڼلې دي او په اوس وخت کې یې مونږ دسر په سترګو لیدلای شو.

په دې کې خو شک نشته چې درسول الله (صلی الله علیه وسلم) دهرې وړاندوینې سرچينه الهي وحې وه نو ضرور او خامخا به رښتیا کېږي، خو پوښتنه دا ده چې آیا دقیامت دورځې دغه علامې به زمونږ په اعمالو او ورځني ژوندانه کې ددې ورځې له وېرې کوم بدلون راولي؟؟؟ او په مونږ کې به دا احساس راپیدا کړي چې يوه شېبه دخپلو اعمالو په هکله له ځان سره محاسبه وکړو؟؟؟

تبصره نسته

  1. اللهم انت ربی لا اله الا انت و انا عبدک و انا علی عهدک ووعدک مااستطعت فاغفرلی فانه لا یغفر الذنوب الا انت.

  2. اللهم امن في اوطانينا واصلح أامت اولات او مورنا واجعل ولايتنا في خافك وتقاك يارب العالمين(أمين )

  3. الله د رحم وکری.. دیر خطرناک وخت راغلی دی.

  4. grano wrono asalam alaikom. der sakht waqt raghalai toba wabasai aw zari wakai allah ta chi pa monz aw tasi wa rahmizi. WA SALAM

  5. نعوذبالله من شرورانفسناومن سيئات اعمالنا.

  6. دا جگی ودانی او زموز غربی او بی وسی

  7. zamong payghamber wele de po akhera zamana ke hagha sok kamyab da che hagha po zmko ke kar kawe (be tarfa de hkwary zwnd kawe)