کور / رسنۍ / جلګه مهالنۍ چاپ شوه

جلګه مهالنۍ چاپ شوه

د ګلونو بهیر چې څومره ډیریږي له دې سره جوخت د هیواد د کلتوري سمسورتیا د بڼ د فضا په لیکو کې د عطرو نوې وږمې په نڅا راځي او داسې یو رنګین ماحول منځته راوړي چې د هر انسان او هر موجود د خوښۍ سبب ګرځي. د ګلونو په دې بهیر کې دا دي نن موږ د خوښیو د یوه بل زیري سره مخ کیږو هغه دا چې د وردګو او میدان د ولایت د جلګې د ځوانانو او محصلینو ټولنې د ( جلګه) په نوم یوه مهالنۍ له چاپه راویستلې او د هیواد د مطبوعاتو په ډګر کې یې ورګډه کړې ده.

د جلګه د مهالنۍ د مخ د پاڼې انځور

له ټولو څخه د مخه موږ د نوموړې مجلې د چاپ په هکله ټولو افغانانو، د علم او کلتور عاشقانو او د نوموړې مجلې چلوونکو ته مبارکي وایو او د لوی خدای له دربار څخه نوموړو ته په دې نیک کار کې د لا زیات توفیق غوښتنه کوو.

د نوموړې مجلې مسوول مدیر ښاغلی انجنیر محمد یعقوب هاشمي او کتونکی پلاوی یې ښاغلی محمد زبیر شفیقي، ګل آغا احمدي وردګ، مطیع الله اباسین او اسدالله وحیدي ښودل شوي دي.

د جلګې د مهالنۍ پښتۍ رنګینه بڼه لري چې د پورتني انځور له مخې یې په خپله لیدلی شی. د دې مهالنۍ لیکنې په ۲۶ پاڼو کې ځای پر ځای شوې دي چې لومړۍ ګڼه یې د لړم په میاشت کې چاپ شوې ده.

د جلګه په مهالنۍ کې لاندې لیکنو ته ځای ورکړل شوی دی:

سرلیکنه
اسلام یوازې دوه ډوله ټولنې پیژني
مسلمانان څومره وروسته پاتې دي
هغه شپه چې امریکا دویم ویتنام ته کوزه شوه
ښځه اوس هم مظلومه ده
نړیوال توب په کومه بیه او څه مفهوم
د نړیوال مالي بحران پر وخت د اسلامي بانکونو غښتلي کیدل
بې خوبي او له هغه سره د چاغښت تړاو
طنز
ملي کلتور او ملي هویت
د کاندیدانو میړونه غواړي میړونه یې بیرته د کور چارو ته ستانه شي
مور تر ټولو غوره ده
د نیستۍ له لاسه یوه تن خپل زامن بلې کورنۍ ته ورکړل
د ډیران یاد
شعرونه
د وردګو کلتوري یون په داسې حال کې چې د جلګه مهالنۍ چلوونکو ته یو ځلې بیا مبارکۍ وایي دوی ته د ټولنې د خدمت او هیواد ته د سولې د راوستلو، عامه پوهاوي او عمومي ویښتابه په لاره کې د مثبت رول د لوبولو توفیق غواړي او جلګه مهالنۍ د هیواد د کلتوري خدمتونو په ډګر کې یو ښه پيل ګڼي.

مینه وال کولای شي چې جلګه مهالنۍ د بیهقي کتابتون له مرکزي کتاب پلورنځي څخه ترلاسه کړي.