په افغانستان کې د امریکا د متحده آیالاتو د شکست اناتومي

د لراوبر اداره | جنوري 10th, 2010


انګريزي بڼه : http://larawbar.com/detail.php?id=15506

په افغانستان کې د اوباما د ادارې د منتظرې پرېکړې نوي استراتیژې ته په پام سره په افغانستان کې حالات تردې حده پورې خراب شوي چې اوس د امریکا نظامي قمندانان د « ماتې» کلمه واشنګټن ته په خپلو راپورونو کې استعمالوي.
د «ماتې» کلمه د فوځ په واسطه په نادره توګه کارول شوېده؛ په هر حال، افغانستان یوه استثنا ده، چېرته چې ماتې یوه واقعي پایله ده. د کومه نه چې پښتانه په سیمه کې مېشته شويدي، دلته ماتې یو حقیقت دی چې ټول یرغلګر ورسره مخامخ شوي دي. د پښتنو مقاومت د متعددو فکتورونو څخه یو فکتور دی چې د امریکا د متحده آیالاتو ماتې په افغانستان کې تشریح کوي، چېرته چې د ماتې ضرورت د امریکا د متحده آیالاتو او ناټو لپاره یو مسلم امر دی.

د شکست (ماتې) فکتورونه

امریکایي فوځ افغانانو ( پښتنو) ته ارزښت نه دی ورکړی
کله چې د ازبکستان د خان آباد په هوايي اډه کې امریکنې فوځونه ښکته شول، دوی مطمئن ول چې د طالبانو ماتې او د افغانستان اشغال حتمي دی. د دوي کړه وړه بې له حده امریکنی ډوله باوري کړی شوي وو او په پوره توګه د افغاني تاریخ نه بې خبره ول. طبیعتاً دوي دا طمع هم نه لرله چې دومره د پام وړ مرګ ژوبله به دوي ته ور پيښ شي. په هر حال؛ د دوي د ډار نه زیات امریکني تلفات جوته شول. د امریکني فوځ بې حده باور د (IWPR) په یو راپور کې په لاندې ډول شرح شوی وو:
* … کله چې په اکتوبر کې امریکایان په هوايي ډګر کې په ښکته کېدو پېل وکړ، دوي بې حده خوشحاله ول، او خپلو ازبکو ملګرو ته به يې ویل چې د طالبانو ماتې به د یو، یو نیم میاشت نه زیات دوام ونکړي….*
راپور زیاتوي:
* ازبک کارکوونکی چې په هوايي اډه کې یې کار کاوه، وویل چې د امریکنی تلفاتو شمېرې دلته را رسېږي.
یو ازبک چې د امریکې د روغتیايي ادارې سره یې په منظمه توګه کار کاوه، وویل چې د نومبر له ۲۵ نه د سامبر تر ۲ پورې د څلورو نه تر پنځو پوري امریکايي چورلکو د را رسېدو شاهد وو چې هره ورځ به يې د ۱۰ نه تر ۱۵ پورې امریکایان راوړل*

اړيکه: د متحده آیالاتو تلفات: http://www.iwpr.net/?p=rca&s=f&o=162298&apc_state=henirca2001

هغه ټپي سرتېری چې له افغانستانه بېرته راشتون شوی وو، د خپل شکست ناپذېرۍ په ناڅاپي بدلون نا امیده شوی وو. په اډه کې د ټپي سرتیرو ناامیدي ورځنی لیده کاته او شورماشور کم کړی وو. دا همغه سرتیري ول چې افغانستان ته د راننوتو نه وړاندې يې د اتلولۍ فکرونه په سر کې لرل.
د همدې ډول تجربو راپورنه د افغانستان په نورو برخو کې هم ورکول شوي وو. د بېلګې په توګه، د ۲۰۰۲ کال د (Anaconda) په عملیاتو کې امریکا ستر جګړه ائیز ځواک کارولی وو تر څو د افغانستان په جنوب، شاهي کوټ کې یو طالب قمندان چې سیف الرحمان منصور نومېده، له پښو وغورځوي. امریکایانو ګمان کاوه چې کولای شي چې د ستر هوايي ځواک په لرلو سره افغان مقاومت له منځه یوسي. دوي په دې پوهیدلي ول چې دا ټول پوچ افکار ول. د جګړې پرمهال پنټګان بېلابېل عجیب او غریب ادعاوې کړې وې چې د منصور مقاومت او د ۱۰۰۰ نه زیات طالب جنګیالي يې له منځه وړي دي. حقیقت بل څه وو. امریکايي ځواکونه د اتلولې په فکر د جنګ ډګر ته ورغلي وو، مګر دوي سخت حیران شول چې کله يې درنه ضایع ولیدله او په کې يې ۱۶ هدف ټاکونکي چورلکې له لاسه ورکړې. د جنګ شدت هله د بېرته نه راګرځېدو مرحلې ته ورسېده چې کله د امریکايي ځانګړو ځواکونو ۲۲ تنه ژوندي ونیول شول. دغه درنه ضایع د ژوندیو سرتېرو د نیول کېدو سره دوه برابره شول تر هغه چې د ۲۰۰۲ کال د مارچ په لسمه جنرال ټامي فرانک پرېکړه وکړه چې ۴۰۰ سرتیري بېرته باګرام ته وباسي. رسمي څرګندونې داوې چې په اکثرو برخو کې اخ ډب پای ته رسېدلې، په داسې حال کې چې رسنیو راپور ورکړه چې سرتیري لا په جګړه کې دي. حقیقت داوه چې په شاتګ د باور د لاس ته راوړولو یوه هڅه وه او موخه يي داوه چې طالبان وهڅوي چې امریکايي فوځ د کومانډو د ۲۲ تنو سرتیرو د را خوشې کولو کې جدي هڅه کوي.
طالب قمندان، مولانا منصور د ۲۲ تنو کومانډو سرتېرو د خلاصون په بدل کې په ګوانتانامو د خلیج په زندان کې د ټولو بندیانو د خلاصون غوښتنه کړېوه.
په همدې حال کې؛ لکه څنګه چې د متحده آیالاتو ځواکونه د ټینګ مقاومت سره مخامخ وه، ادعا شوېوه چې ګوندي د ۱۰۰۰ جنګیالیو سره په جګړه کې دي، مګر په حقیقت کې ۱۰۰ تنه افغان، ۱۲۰ تنه ازبک او ۳۰ تنه عرب جنګیالي ول. متحده آیالاتو ادعا کوله چې د ۱۰۰۰ طالب او القاعده جنګیالینو نه يې ۷۰۰ تنه وژلي دي:
*د متحده آیالاتو د فوځ ویاند په تېرو ۹ ورځني جګړه کې د تقریباً ۱۰۰۰ تنو اسلامي سخت دریزو نه د ۷۰۰ تنو په شاوخوا کې د مړینې اټکل کړی دی، چې د اتو تنو امریکایانو او دریو تنو افغان متحدینو د مرګ په قمیت سره سرته رسیدلی *
اړیکه:
http://abcnews.go.com/International/story?id=80079&page=1

د طالبانو او بهرنیو جنګیالیو د مړینې شمېره ۸۸ تنو ته ختلی وه (۸ تنه عربان او ډیرې نور يې ازبک ول)، دا په داسې حال کې وو چې د امریکايي، برطانوي او نورو شمېره ډیره لوړه وه. د امریکايي تلفاتو په اړه بيلابيلو رسنیو بېلابېل راپورونه خپاره کړي وو. د بېلګې په توګه: روسي پرلیکه ورڅپاڼه *RU.STARANA * د ۲۰۰۲ کال د اپریل په ۸ نېټه راپور ورکړه چې د امریکا متحده آیالات ۱۰۰ تنه د ځانګړو ځواکونو سرتیري او ۱۴ نښه ټاکونکي چورلکي له لاسه ورکړی دی. په داسې حال کې چې د جنګ له ډګر نه لاس ته راغلي مالومات د مړینو شمیره ۲۲۸ تنه ښوول. ددغه شمېرې له مخې په جګړه کې د ۱۸۶ تنه امریکایان وژل شوي ول. د کومانډو ځواکونو ۲۲ تنه سرتېرو سرونه هله پرې شول چې کله امریکا دا ونه منله چې د ګوانتانامو بندیان خوشي کړي. ۲۰ تنه برطانویان هله ووژل شول چې د دوي موټر په یو کمین برابر شوی وو. په ۱۸۶ تنه وژل شوو امریکایانو کې هغه کسان هم شامل ول چې په چورلکو کې سپاره ول. د ټولو چورلکو شمېر چې غورځول شوي وو ۱۶ وو
چې له هغې جملې نه دوه يي Chinook او شپږ يې هدف ټاکونکي یا Apache ول چې په پوره ډول له منځه تللي ول او باقي يې د ښکته کېدو پرمهال راغورځیدلي وو. د کاناډایانو او اسټرلیایانو د مړینې راپور د دوستانه جګړې د قربانیانو په توګه ورکړل شوی وو.
کله چې فوځ دښمن تر حده زیات کمزوری وګڼي او د خپلې روهیې ننداره ورکړي، بیا دا ډول پېښه رامنځ ته کېږي.

د امریکا په واسطه د بې حده وحشي قوي کارونه او نژاد پرستي
د افراطي ځواکوونو ناسمه کارونه د بې رحمه قتلونو د فردي قضیو سره دوه برابره شوې او د قصد او عکس العمل په بېل والي کې شکنجه لیدل کېده. امریکايي ځواکونه او د هغوي پرسونل باید هغه کسان چې بمبار کوي او وژني يي، لږ تر لږه د بشر په نظر ورته وګوري. که نه نو د ځواکونو بې حده کارونه ، قتل او شکنجه به ددوي رتبې ونه پوخوي. د بېلګې په توګه، د ۲۰۰۲ کال تر اکتوبره پورې، په افغانستان باندې د امریکې د یرغل لومړی کلیزه، د ۱۰۰۰۰ ټنو څخه زیات بمونه د افغانانو په خاوره باندې ګذار شوي دي( پرلیکه سوسیالیست کارګر. د ۲۰۰۲ کال د اکتوبر د میاشتې ۱۱ ).
اوس نو د مرګ ژوبلو او الودګې عظمت تصور کړئ چې د همدغو ټول وژنو په سبب رامنځ ته شوي دي. دا په داسې حال کې دې چې د ۲۰۰۱ کال د دسامبر په میاشت کې د Kate Randall یو راپور د امریکايي غورځول شوو بمونو وزن ۱۲۰۰۰ ټنه ښوول شوې وه.
*کله چې د اکتوبر په ۷ نېټه د امریکې متحده آیالات په افغانستان کې جنګ پر لاره اچولی دی، په ملک باندې د ۱۲۰۰۰ بمونو ځنې زیات غورځول شوي دي. د پنټګان د وینا سره سم، د دغو بمونو تقریباً ۶۰٪ د سټلایټ یا د لازر ټکنالوژۍ په واسطه په دقیقه توګه رهنمايي شوي دي. په هر حال، د دغو بمونو ډېری برخه د 52B او نورو الوتکو په واسطه د زرګونو فوټوټه لوړوالي نه راګذار شوي دي- بې هدفه شوي دي- او عام وګړي يې هدف ټاکلی دی. *(WSWS د ۲۰۰۱ کال د دسامبر ۲۹ )
د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱ نه یو کال وروسته په یو بل راپور کې چې د اسوشییټډ پریس له لوري د Mtt Kelly په واسطه خپره شوې وه، د متحده آيالاتو د جنګي تجهیزاتو احصایه يې په لاندې ډول وړاندې کړې وو:
*امریکايي او ایتلافې ځواکونو د ۲۱۰۰۰ نه زیات پروازونه پر افغانستان کړي دي، د ۲۰۰۰۰ نه زیات تجهیزات يې ښکته کړي دي. د دغو غورځونو ۶۰ ٪ د سټلایټ او یا د لایزر د ټکنالوژۍ په واسطه دقیق رهنمايي شوي دي چې دا په ټولو جګړو کې لوړه سلنه ده*
د ۲۰۰۱ کال د اپریل په ۱۰ باندې ګارډین هم همداشان راپور خپور کړې وو:
*د ۲۲۰۰۰ زرو نه زیاتې وسلې چې کروز توغندي- درانه تیلي هوايي بمونه هم په کې شامل وو، په تېرو شپږو میاشتو کې په دې هېواد راګذار شوي دي… امریکايي پیلوټانو د ۶۶۰۰ نه زیات د مستقیمې جګړې وسلې dams-J ، د سټلایټ په واسطه رهنما شوي بمونه… او داسې نور راغورځولي دي. له هغو بمونو او توغندیو نه چې د متحده آیالاتو په واسطه په افغانستان راغورځول شوي دي، له هرو څلورو نه یو خپل هدف له لاسه ورکړې دی*
د درنو وسلو نوي ډولونه چې سرګلولې ېې له یورانیمو ځني جوړې شوي دي، د ځمکې، اوبو او د وګړو په سخت ملوت کولو کې مرسته کوي. هغه ټول وژنه چې د ټول وژنې د وسلو په واسطه رامنځ ته شوې ، لزوماً باېد په همدې ډول پاتې شي. استعمال شوي یورانیم د رادیو اکټیو ۴،۵ بلیونه کاله تشعشې نیم ژواندې عمر لري. دا په دې مانا ده چې د افغانانو راتلونکي نسلونه به د تل لپاره د سرطان او نورو ناروغیو له کبله مري. په تېرو څوو کلونو کې د سرطان د ناروغۍ د بېلالو ډولونو شمېرې په ټول افغانستان کې لوړ شوي دي، دا په داسې حال کې ده چې ددغه تهدید ریټ د پښتنو په منځ کې لوړه ده، ځکه چې دوی تر هر چا زیات د هوايي بریدونو د تهدید سره مخامخ دي. اوس نو د هغه ټول وژنې او الودګۍ عظمت تصور کړئ چې د دغه وحشت په سبب رامنځ ته شوی دی.
د انفرادي وژنو قضیې دومره زیات دي چې سړی نشي کولای چې هغه ذکر کړي. په هر حال، زه باید دیته اشاره وکړم چې امریکايي ځواکونه لومړي ویشتل کوي او بیا پوښتي.
ډېرې افغانان یواځې د شکمنتیا له وجې ویشتل شوي دي. په اکثرو پېښو کې داسې شوي چې یا خو ویشتل شوی کس کار ته روان وو او یا هم له کاره بېرته راستون شوی وو. د امریکايي ځواکونو د تر ټولو جدي کړنو ځنې، د پښتنو د ژوند، درنښت او خلوت په اړه ددوي بدګماني ده. د امریکايي ځواکونو کړنې د جنوبي افریقا د (تور پوستو او سپین پوستو د بېلوالي) د زمانې د پولیسو کړنو ته ورته دي چې د تور پوستو افریقایانو او هندیانو کورونو ته به د هغوي د درنښت په نظر کې نیولو نه پرته د هغوي کورونوته دننه کېدل.
بله داچې کله دوي غواړي چې په شپه کې، کله چې ټول خلک په درانه خوب ویده وي، په یوې سیمې حمله کوي، د دوي کړنې د غلو په شان وي. د خلکو کورونه په چاویدونکو موادو الوزوي او بیا د هغوي کورونو ته ور ننوځي او بیا سړي او هلکان د هغوي د ښځو او ماشومانو پروړاندې له بسترې نه راپورته کوي او راکاږي يي، اکثره وختونه مخکې له دینه چې دوي غواړي چې څوک د خوب له بسترې نه را پورته کړي، خپلو جنګي سپیو ته امر کوي چې مخکې لدینه چې دغه خلک له خپلو خونو څخه ووځي، وداړي. په پایله کې ډیری ماشومان د مرګ تر بریده پورې داړول شوي دي. ډیری وختونه کله چې خلک داړول شوي دي، بیا د سرتېرو لخوا له یوې مخې ویشتل شوي دي. د لغمان په ولایت کې یو سړي یوه پېښه دارنګه نکل کړه:
* یوه شپه امریکایان زمونږ کورته راننوتل، خپلو جنګي سپیو ته يې د ډاړلو امر وکړ او تر هغه وروسته يې زما ورور او زوي وویشته. زه ویده وم، کله چې راپورته شوم، یو سپې مې پر سر ولاړ وو او زه يې وداړلم. په همدې ډول سره سپي زما د ورور او زوي جسدونه هم یو ځای ته راوړه. مونږ ډېر سخت ډار شوي وو او بیا له خپل کلي نه ووتو*
یوه بله پېښه د ۲۰۰۸ کال د دسامبر په نیمايي کې په خوست کې وشوه ، چې د امریکايي ځواکونو په واسطه د ډاکتر بلال په کور حمله وه. امریکايي ځواکونو په غلتۍ سره ګمان کاوه چې ګوندي هغه د القاده له ډلې سره تړاو لري، دا په داسې حال کې وو چې هغه د ولایت د صحي ادارې سره کار کاوه. AFP په لاندې ډول راپور ورکړی وو:
*امریکایان له اخطار پرته ننوتي وو. په لومړي سر کې يې زما یو وراره (امین) چې ۱۴ کلن وو او د ټوپک تر څنګ ویده وو، وواژه. زما ورور له ټوپک سره بهر وتی وو. هغه هم لکه د خپلې مېرمنې چې د هغه پسې وتې وو، ویشتل شوی وو.
یوه خینه مې د ملا د تیر په برخه کې ویشتل شوې وه چې اوس هم فلج ده. بیا يې خپل سپي خوشې کړه. سپو په جسدونو باندې حمله وکړه او زما څو ګوتې ېې هم وداړلې. سپو بیا یوه ښځه او یو پنځه کلن ماشوم هم وداړلو. بیا يې زما شته او هغه وسلې چې د خپل ځان د دفاع لپاره مو ترې ګټه اخسته، له ځانه سره یوړه. حتی دوي زمونږ د جایدادونو پاڼې هم له ځانه سره یوړې… دوي ولې دا کار وکړه؟*
دغه ډول پېښې په کراتو کراتو پېښې شوي دي.
اړیکه:
http://www.afghanistannewscenter.com/news/2009/february/feb22009.html#3

پوښتنه داده چې ولې یواځې پښتانه په ځانګړي توګه هدف قرار نیسي؟ یو ځواب کېدای شي چې د امریکايي ځواکونو د نژاد پرستۍ زهنیت وي. په هر حال، ویل کیږي چې پښتانه د افغانستان ساتونکي دي او د تاریخ په اوږدو کې يې د افغانستان د خپلواکۍ نه دفاع کړېده. تر کومه چې پښتانه د یو قوي ځواک په توګه پاتې شي، نه یواځې دا چې د امریکا او ناټو اتحاد به بریالي نشي، بلکه د یو مطلق ماتې شاهدان به وي.
په اکثرو مواردو کې نور ځواکونه وحشتناک چلند هم کوي. په هر حال، ښکاري چې امریايي فوځ به د تش په نامه دموکراته ټولنو له ډلې نه تر ټولو بد تېری کونکی ځواک وي.
په تاجکو او نورو لږکیو باندې د امریکا ترحده زیات باور
د ۹/۱۱ په ماښام، کله چې تاجک افغانان، کوم چې د شمالي وحشي او زناکارې ټلوالې سره تړلي ول، او یا د دغو مجرمینو سره يې مرسته کړې وه چې د بوش د ادارې په لور قدم واخلي، غوښتل يې چې دوه کارونه سرته ورسوي:
لومړی:
دا یوه موکه وه چې پښتانه، چې د افغانستان اکثریت تشکیلوي، له منځه یوسي. د شمالي ټلوالې دغه عناصر په ۱۹۹۶ کې د طالبانو په واسطه هله رانسکوره شول چې د افغانستان په تاریخ کې يي تر ټولو بې رحمه او وحشي اعمال سرته ورساوه. شمالي ټلواله له جنګي مجرمینو، زناکارو او د بشري حقوقو له تیري کوونکو نه جوړه شوې وه. د شمالي ټلوالې د دورې پرمهال سلګونه ښځې ورکې شوې.
دوهم:
دوي ته د اجیرانو په توګه د دوي د دندو وړاندې کولو سره شمالي ټلواله غوښتله چې د حالاتو نه په ګټې اخستنې سره د طالبانو نه وروسته کنترول په خپل لاس کې واخلي. د ستر هوايي ځواک او د پرلپسې، پراخ او یوشان هوايي بمباریو سره سره، بیا هم شمالي ټلواله ونشو کولای چې د پلازمېنې کابل په ۱۵۰ کیلو مترې کې د طالبانو دفاع له منځه یوسي. له ۴۵ ورځني بمبار نه وروسته طالبانو پرېکړه وکړه چې کلیوالو سیمو ته په شا شي.
د طالبانو له په شاتګ سره سم د شمالي ټلوالې ځواکونه کابل ته ننوتل. ددوي لوموړنې کاري اجنډا دا وه چې اکثره ملکي پښتانه له دندو ګوښه کړي. په ۶۳٪ اکثریت باندې د ۳۷٪ مرکبو لږکیو تحمیل د پښتنو ترمنځ غوصه راوپاروله. د یادونې وړ ده چې د CIA د (د نړې د حقایقو کتاب) هله له مخې ناسم ثابتیږي چې کله په افغانستان کې د پښتنو سلنه ښکاره کوي. ډاکتر ذکریا خپل تحلیل د غلطې احصايې په اړه په لاندې ډول ښکاره کړی دی:
*تر ۱۹۹۱ میلادي کاله پورې د (څرګند استخبارات) دغه بڼه پښتانه د افغانستان اکثریت ښوولی ( د ژبې او ملیت له مخې۵۰٪ ). په ۱۹۹۲ میلادي کال کې، تقریباً یو کال وروسته، شمالي ټلواله( د مسعود او رباني ډله) په کابل کې د واک واګې په لاس کې واخسته. په ۱۹۹۲ میلادي کال کې د نړۍ د حقایقو کتاب په افغانستان کې د پښتون قام او پښتو ژبې د سلنې ډیره زیاته ټیټه احصایه وړاندې کړه:
د ملیت له مخې ۳۸٪ او د ژبې په له مخې ۳۵٪. د ۲۰۰۹ کال د نړې د حقایقو د کتاب احصایوي مالومات د پښتنو په سلنه کې یو پرمختګ ښيي. دغه کتاب پښتانه د ملیت له مخې ۴۲٪ لوړه کړېده، مګر د ژبې له مخې لا ۳۵٪ پاتې شوی دی*
ذکریا د (واک فاونډیشن) د پلټنو له مرکز سره د یو ځای کېدو سره سم، په افغانستان کې د پښتنو د سمې سلنې احصایه وړاندې کړه:
* د یو ریکارډ په خاطر ، په افغانستان کې د واک فاونډیشن لخوا یوه شپږ کلنه سروې(۱۹۹۱-۱۹۹۶) سرته ورسېده چې پایله يې په ۱۹۹۸میلادي کال کې چې د ۱۳۷۷ هجري لمریز کال سره سمون لري، نشر شوه. ددغه منبح پر بنسټ، د پښتانه د افغانستان د ټولو وګړو ۶۲،۷۳ ٪ سلنه د ملیت له مخې او ۵۵٪ د ژبې له مخې برابروي*
د CIA د حقایقو د کتاب د دروغجنو څرګندونو د بیلګو پر بنسټ، په ټینګه توګه د پښتنو په اړه ناسم مالومات وړاندې کوي. او بې له شکه ویلای شو چې د پښتون پر ضد یوه نړیواله توطیه شتون لري. همدا وجه ده چې په پاکستان او افغانستان کې پښتانه وژل کیږي.
د متحده آیالاتو د یرغل په سبب د شمالي افغانستان زیاترې برخې له پښتنو نه پاکې شوې وې. چېرته چې د لږکیو تاجکو اکثریت ژوند کوي. د پښتنو جایدادونه ضبط شوي وو.۳۰۰۰۰۰ پښتانه مجبور کړای شوي وو چې ګاونډی پاکستان ته محاجر شي. دغه خلک د امریکې او د ګوډاګی شمالي ټلوالې پروړاندې د طالبانو د بغاوت د ملا تیر تشکیل کړه.
ظمناً؛ تاجک او نور افغان لږکیو د ترجمانې لپاره قطارونه جوړول او درواغ به يې ویل چې پښتو خبرې کولای شي. دغو خلکو قصداً او ځینو نورو بیا په پښتو د نه پوهېدو له وجې په ټولو پښتنو باندې چې د امریکایانو په واسطه نیول شوي ول، د القاعدې او طالبانو ټاپه لږوله کېده. همدا وجه وه چې د ګوانتانامو د جهیل تر ټولو کوچنی بندي ۱۱ کلن ماشوم وو. د پښتنو په اړه د امریکایانو ناسم زهنیت او د تاجکو او نورو لږکیو دښمني د ډیرو غمیزو لامل شوی دی. ډیرې بې ګناه پښتانه په باګرام کې شکنجه شوي او وژل شوي دي.
کیدای شي چې لوستونکي وپوښتي چې ولې تاجکان له پښتنو سره دارنګه دښمني لري. ځواب دادی چې دوي اکثره کسبګر، ډمان او د منځني آسیا هغه مهاجر دي چې په افغانستان کې له خپله ژونده ناراضه ول. لکه د نړۍ د نورو برخو د لږکیو په شان دوي هم غوښتل چې په هیواد کې د واک واګي په لاس کې واخلي. په هر حال؛ دوي د پښتنو په قمیت واک ته رسیدل غوښتل.
بالاخره، کا پښتنو غوښتل او که نه، مګر د خپل خق د دفاع لپاره د طالبانو سره یوځای شول. ددې سره دواړه، امریکا او د هغه ګوډاګیان د دوي هدف وګرځېدل. په همدا حال کې افغان ملي اردو که څه هم کلکه ملي جنبه لري، مګر بیا هم د تاجک قمندانانو د سخت نفوذ لاندې دی. د ملي اردو زیاتره قمندانان تاجک دي. همداشان اوسنی ولسمشر، چې له قندهاره دی، زیاته هڅه کوي چې د شمالي ټلوالې مجرم عناصر په داسې بڼه خوشحاله کړي چې پښتون او پښتو له نظره غورځوي او د هغوي ژبې ته د رسمي ژبې په توګه قانوني بڼه ورکړي. همدا وجه ده چې ګمان کیږي چې کرزی نیمه پښتون دی. د هغه د ماماګانو اغیزه چې قزلباش دي، هغه له خپلې ژبې نه ګوښه کړی دی. اوس نو په څرګنده توګه ویلای شو چې پښتانه کوښښ کوي چې د ډول ډول څرګندونو په وړاندې کولو سره د کرزي بې تفاوتي ثابته کړي.
دغه ظلم او ستم پښتانه اړباسي چې د امریکا او په کابل کې د هغه نصب شوی رجیم سره وجنګیږي.
اړیکه
http://www.sabawoon.com/articles/index.php?page=kite_runner
http://www.atimes.com/atimes/South_Asia/KL01Df02.html

د پښتنې کلتور نه د امریکایانو ناخبري
له پښتنې کلتور نه د امریکايي ځواکونو ناخبري یو بل فکتور دی چې په افغانستان کې د امریکا ماتې یقیني کوي. دوه منابح دي چې په کې دغه ناخبري د امریکا او د هغه د متحدینو پر وړاندې د پښتنو دښمني دوامداره کوي:
لومړی:
اوله ستونزه قبیلوي جوړښت او د قبیلو ترمنځ ګډ د فاعي تړاو دی. کله چې د یوې قبیلی یو تن د کوم چا له لوري وژل کیږي، قاتل نه تنها د مقتول د کورنې دښمني پرغاړه اخلي، بلکه د هغه کلي د ټولو اوسیدونکو دښمني يې غاړې ته لویږي. په همدې ډول، امریکايي فوځونو د کلو او قبیلو په سلګونو او زرګونو غړو د وژلو په خاطر هغوي د ځان دښمنان کړل.
دوهم:
دوهمه منبح د پښتونولۍ اصول او یا د پښتنو د درناوي قوانین دي. دا د انتقام اصول دي، کوم چې د قبیلوي تړاو له لارې له یو نه بل ته لیږدول کیږي. د یو پښتون پلار، ورور، زوی، خپلوان او کلیوال باید د خپلو خپلوانو د مرګ کسات واخلي. وايي چې یو پښتون سل کاله وروستو خپل بدل اخستی وو، نو ویل يي:*ما تادي وکړه*. دا د دښمنۍ دوام ښيي.
د متحده آیالاتو د شکست پر تابوت باندې د وروستي میخونو خښول.
د نوو ستراتیژیکو پلانونو په جوړولو کې د امریکا سیاستوال او فوځي مشران د افغاني ټولنې نه، په ځانګړي توګه د پښتنو له کلتور نه بې خبره ول. پښتنو ته د ضربه ورکولو مانا د امریکا او د هغې د متحدینو لخوا د دوي د توهینولو دوام دی. دا په دې مانا ده چې ډیر افغانان به ومري. دا د پښتنو د کورونو خلوت ته د نه پاملرنې مانا هم ورکوي. په حقیقت کې پښتانه دا د سیاسي او فوځې مشرانو له لوري یو تصدیق ګڼي چې ګوندي دوي په تېرو اتو کلونو کې کوم کارونه کړیدي، هغه جرم ندی، بلکه دا یوه نیکي ده. دا د دوي د پرهرونو سپکاوی دی.
ددې نه غېر، دا به د افغاني بغاوت او د هغوي د تمویلوونکو تحلیل لوړ کړي. په عین حال کې باغیان د روسي نوو راکټونو او آګایزو د لاسته راوړلو کوښښ کوي. په پخوا وختونو کې به افغان مجاهدینو 7RPG کارولو،اګر که دغه وسله د ناټو د زرې پروړاندې اغیزمن ندی، نو ځکه تر ټولو اغېزمنه وسله به 32RPG وي، کوم چې د ناټو او امریکې د ټولو زره موټرو او ټانکونو نه تېرېږي. ددې نه برعلاوه، باغیان کوښښ کوي چې 7SAM چې یو د الوتکې ضد توغندی دی او پر اوږه نقلیږي، لاسته راوړي. دا به په افغانستان کې د متحده آیالاتو د شکست پر تابوت وروستي میخونه وي چې ټک وهل شي.
ما بیهوده کوښښ کړی دی چې په افغانستان کې د دایمې سولې د ټنګښت لپاره، خپل د سولې د وړاندیز سره د امریکې د متحده آیالاتو د سیاسي او فوځې مشرانو پام راواړوم. مګر له بده مرغه دوي په زیاترو برخو کې خپله دلچسپي ونه ښودله. زما وړاندېز *په افغانستان کې د تل پاتې سولې لپاره سپین لیک* یوې تلپاتې سولې ته د افغانستان د رسېدو یوه پراخه لاره ده.
د فوځي او سیاسي رهبریت د پیټې نه د راوتو وروسته، ما داسې ګڼله چې دا باید د قرارداد په چوکاټ کې ډیر مالې ګټه وکړي او یا هم خپل حالت ته بېرته راوګرځي. برعکس، دا به ساده وي چې د جنګ پر ځای سولې ته د رسېدو هڅه وکړو، په ځانګړي توګه هله چې یاغي توب پوره توانمند شوی دی.
پایله
پورته یاد شوي فکتورونه د قتل او نفرت نمونې خلاصه کوي. دغه نمونې د امریکا او د هغه د متحدینو د دښنمۍ او نفرت د دوام سره مرسته کوي. ذکر شوي تیري د امریکایي فوځونو په اعمالو کې رښتینولي ښيي. او د امریکا او ناټو په اتحاد کې د ستر وحشت او محکومیت نښې دي.
په پایله کې د ښاغلي اوباما هغه وینا چې په ناورۍ کې يې وکړه او په افغانستان کې یې دغې ټول وژنې ته د (انصاف جګړه) یا(هغه جګړه چې د یو هیواد د وګړو لخوا يې ملاتړ کیږي)، نسبت وکړه، د خلکو پر پرهرونو د مالګې دوړول دي . د نوبل جایزه د داسې یو هیواد مشر ته ورکول چې په فعاله توګه افغانان وژني او د یورانیمي وسلو په دوامداره توګه کارولو سره د هغوي چاپیریال د هستوګنې لپاره نامناسب ګرځوي، په انصاف باندې ملنډې دي، دا داسې یو عمل دی چې باید په نړیواله توګه محکوم شي. بله داچې د نوبل د جایزې ورکړه د غربي ټولنې لخوا د پښتنو د ټول وژنې د روا والي قاطع اظهار دی. او دا هغه فرضیه ځواکمنه کوي چې د تروریزم جګړه په ځینو برخو کې د پښتون قام پر ضد یوه نړیواله توطیه ده.

Copyright Larawbar 2007-2024