کور / تازه خبرونه / تخار : اوه تنه وسلوال نيول شوي دي

تخار : اوه تنه وسلوال نيول شوي دي

د تخار ولايت د امنيتي چارواکو په وينا د رستاق په ولسوالۍ کي د يو لړ عملياتو په ترڅ کښي اوه تنه وسلوال نيول شوي دي .

د پوليسو په وينا کله دوی په دې ولسوالۍ کې د وسلوالو پر ضد عمليات پيل کړل چې د يوې وسلوالې ډلې سره مخامخ شول چي تر نښتي وروسته يې د اوو وسلوالو سره يوځای وسلې او نورو مهمات هم لاسته ورغلي دي چي دا مهال د نيول شويو وسلوالو څخه پوښتني رواني دي .

همداشان پو ليس وايي چې په دې جګړه کې دوی ته کوم ځاني او مالي ځيان ندې اوښتئ خو تر اوسه کومې وسلوالې ډلې په دې اړه رسنيو ته څه ندي ويلي .