په ترافيکي پېښه کي دکلي خان عالم اوسېدونکئ ناصرخان شېراني مړسو.
ږوب :
دږوب اودېره اسماعيل خان پرلويه لارپه يوه ترافيکي پېښه کي دکلي خان عالم اوسېدونکئ ناصرخان دشهبازشېراني زوي سخت ټپي سو،پېښه په داسي وخت کي رامينځته سوه،کله چي ناصرخان خپل کلي ته روان وو.اويوتېزروان موټردئ وواهه .خودغه ځوان روغتون ته له رسېدوسره سم ساه ورکړه پوليسودموټرډرائيورونيوئ،اوله ده نور تحقيقات دوام لري .
په بله پېښه کي ناڅرګنده کسانوپرمسجدواټ يوه پلورنځي ته اورورته کړ،چي پلورنځئ ټول وسوځېد.ددغه پلورنځي خاوند
بهاوالدين خروټۍ وائي چي دادوهم ځل دئ،چي نوموړئ له داسي تاوان سره مخامخ کېږي .