ورځپاڼو ته کتنه
ويسا:
دې خپلواكې ورځپاڼې د افغانستان د نوى كابينې د غړو د ټاكلو لپاره د افغان ډلو او لويديځ غوښتنې څيړلي او د نيويارك ټايمز ورځپاڼې د يو رپورټ په استناد يى ليكلي، چې د افغان ډلو غوښتنې له لويديځ هغو سره توپير لري او همدغې مسئلې ولسمشر كرزى له ستونزو سره مخامخ كړې.
ورځپاڼې د خپل لومړي مخ غټ سرليك د ولايتي شوراګانو په انتخاباتو كې د درغليو لانجې ته ځانګړې كړې او ددغو درغليو په وړاندې د انتخاباتي شكايتونو د كمسيون چلند ته په اشارې د هغې د كورنيو او بهرنيو غړو د محاكمې غوښتنه كړې.
په ورځپاڼه كې ۲۰۱۰ كال د افغانستان او پاكستان لپاره خورا سخت بلل شوې او د يو پاكستاني څيړونكي احمد رشيد په حواله ليكلي، كه پاكستان د طالبانو پټن ځايونه له منځه يونسي او يا هم طالب مشران له افغان دولت سره خبرو ته راضي نكړي نو په سيمه كې د امريكا بريا ناممكنه بريښي.
هيواد:
دې دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې په افغانستان كې د سولې او امن د ټينګښت لپاره روانې هڅې څيړلي او دا انتقاد شوې، چې تر ننه پورې په افغانستان كې ددى بهير يوازې يو اړخ يعنې پوځي اړخ ته پام شوې او نور له پامه غورزول شوي.
ورځپاڼې وړاندې دا سپارښتنه كړې، چې پدې بهير كې بايد سياسي او اقتصادي اړخونه په پام كې ونيولې شي.
په ورځپاڼه كې له ولسمشر كرزي سره د امريكا د كرنې د وزير د ليدنې خبر او انځور هم په لومړي مخ كې خپور شوې او ليكل شوي، چې ولسمشر كرزي پدې ليدنه كې له امريكا نه غوښتي، چې په افغانستان كې د كرنې په ميكانيزه كولو كې مرسته وكړي.
راه نجات:
دې نا دولتي ورځپاڼې د ملګرو ملتونو له تور لسټ نه د يو شمير طالب مشرانو د نومونو د لرې كولو لپاره د افغان دولت په روانو هڅو تبصره كړې خو ليكلي، چې د امريكا له تمايل پرته دا كار امكان نلري.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې د جمهوري رياست او ولايتي شوراګانو په انتخاباتو كې پورته شويو ستونزو ته ځغلنده كتنه كړې او ليكلي، چې ددى ستونزو اساسي علت په افغانستان كې د ديموكراسۍ په اړه موجوده باور دې.
ورځپاڼې ليكلي، كه افغانان غواړي، چې د انتخاباتو په څير ديموكراتيك بهيرونه له ستونزو پرته ترسره شي نو دوى بايد د ديموكراسۍ په وړاندې پخپل باور كې بنسټيز بدلونونه راولي.
په ورځپاڼه كې په افغانستان كې د شتو ستونزو په اړه په يو مطلب كې د بريتانيى د بهرنيو چارو د وزير په حواله ليكل شوي، چې په افغانستان كې د ټكاو راوستل له وسلوالو سره د پاكستان په مبارزې پورې تړاو لري.
اصلاح او انيس:
دې دولتي ورځپاڼو هم په بيلابيلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې د روانو حالاتو په اړه خبرونه او تبصرې خپاره كړيدي.
انيس پخپله سرمقاله كې په هلمند كې د امنيت د ټينګولو لپاره په روانو هڅو تبصره كړې او د موسي قلعه، ګرمسير او كجكي ولسواليو څخه يى د بريتانوي ځواكونو په شا كيدو ته په اشارې ليكلي، چې په هلمند كې د امنيت ټينګول د ناټو په وړاندې يو ستر ازمون دې.
خو اصلاح بيا افغان امنيتي ځواكونو ته د بګرام د زندان د سپارلو لپاره په شوې موافقې بحث كړې او هغه يى د ملي واكمنۍ د تمثيل ښكارندوى بللې.
ملي ارمان:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا په يو څيړنيز مطلب كې د ولسمشر كرزي كابينې ته د باور راى د وركولو په روان بحران بحث كړې او د لندن په جوړيدونكې غونډې يى د هغې اغيزې څيړلي دي.
دې ورځپاڼې بيا له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې د مالي ملاتړ په اړه د بريتانيى د بهرنيو چارو د وزير په حواله ليكلي، چې دا مالي ملاتړ د ولسمشر كرزي د حكومت له ښو كړنو سره تړلې دې.
ورځپاڼې په خپله سرمقاله كې په افغانستان كې د نړيوالې ټولنې په فعاليتونو كې د نه همغږي په اړه د ملګرو ملتونو د لوى منشي په وروستيو څرګندونو تبصره كړې او د هغه انديښنې يى له عيني واقعتونو سره سمې بللې دي.
ورځپاڼې په افغانستان كې د امن او ټكاو د راوستلو لپاره د نړيوالې ټولنې د هڅو همغږي ضروري بللې او ليكلي كه دا كار ونشي نو ممكن ددوى هڅې په اوبو لاهو شي.
اراده:
دې خپلواكې ورځپاڼې بيا د ترورزم په خلاف د روانې مبارزې په اړه د يو امريكايي قومندان په څرګندونو تبصره كړې او د هغه په حواله يى ليكلي، چې د ترورزم په خلاف د روان جنګ تر ټولو مهم ځاى د افغانستان او پاكستان ترمنځ سرحدي سيمه ده.
ورځپاڼې دا خبر هم وركړې، چې د روانې مياشتې په پاى كې د افغانستان پاكستان او ايران د بهرنيو چارو د وزيرانو غونډه په اسلام اباد كې پرانستل كيږي.
د ورځپاڼې په وينا په افغانستان كې د امن او ټكاو راوستل او په سيمه كې د ترورزم د ريښو له منځه وړل د اجنډا مهمه موضوع ده.
ورځپاڼې په خپله سرمقاله كې د لندن په غونډې او د هغې په درشل كې افغانستان ته د لويديځو او په تيره بيا د امريكايي چارواكو ناڅاپي سفرونو ته كتنه كړې او ليكلي، چې ددغو سفرونو اساسي هدف د افغانستان د روانو حالاتو ارزول دي.