کور / تازه خبرونه / کڼړ : يوه وسلواله ډله د طالبانو سره يو ځای سوه

کڼړ : يوه وسلواله ډله د طالبانو سره يو ځای سوه

د وسلوالو طالبانو د يوې خپرې سوي اعلاميې له مخي په کڼړ کښي د (جماعة دعوة الى السنت) وسلوالي ډلي د طالبانو څخه خپل ملاتړ اعلان کړئ دئ .

د اعلاميې له مخي نوموړي وسلوالي ډلي د (سلفي طالبانو) تر نامه لاندي د امير حاجی حيات الله او د دغي ډلي د شورا د يو شمېر غړو په مشري په کنړ کښي په يواځي سر خپل فعاليت مخته بېوئ چي له اوس څخه وروسته به نور د (اسلامي امارت) تر نامه لاندي د وسلوالو طالبانو سره په ګډ ډول خپل فعاليت ته دوام ور کوي .

ياده دي وي چي افغان دولت هم د وسلوالو مخاليفينو څخه په وارو-وارو د دولت سره د همکارۍ او وطن ته د راستنېدو بيا-بيا غوښتنه کوي چي پدې لړ کښي يو شمېر وسلوال قومندانان د افغانستان د سولي د ټينګښت د ملي کمېسيون له لاري چي مشري يې حضرت صبغت الله مجددي کوي، بيرته خپل عادي ژوند ته راستانه سوي دي .