کور / کیسه / شين خالۍ (۴)

شين خالۍ (۴)

څلورمه برخه
سميع الدين افغاني
جنوري ٢٠١٠ کال

شين خالۍ

زيړګل چې د شين خالۍپه کــــليوالې حســــن اوسينګار زړه بايللی وه ، تل به يې د هغې په مينه کې کله کله ښکلې شعــــرونه اوپه زړه پورې کمپوزونه جوړول ،خوږې سندرې به يې زمزمه کولې اوښه شاعرانه طبعه ېې درلوده ، هغــــه د ټنګ ټکــــور سره ځانګــــړې مينه درلوده او دموسقي د آ لاتو په غږولو کې يې خاص مهارت درلود، ډير خوږ رباب او ستار ېې غږ اوه او په زړه پورې بګتۍ ، لوبې ، چار بيتې او غزلونه يې کمپوز کړې وې نو تــــل به په خوښــــیو ، اخــــترونو، نوی کال او دکلي په ښاديو کې ځوانان په حجره کې راټولیـــدل او د ټنګ ټکور او خوښي مراسم بــــه اجرا کيده ، زيړ ګل به ستار غږ اوه او د کلي د ناېي ځوی مــــيراجاني بــه د منګي او کاسې څخه داسې خوږ اواز پــورته کــــاوه چې شاو خوا د کلي ځوانان او د ساز او آ واز مينه والو به ښه خوند ترې اخيست٠
د زيړګل سندرې د هغه دزړه سندرې وې هـمدا وجه وه چې د هغه د ســــندرو مينه وال نه تنها د کلي اوسيدونکي بلکې په سيمې کې د زيړګل د نامه سره خلکو پیژند ګلوۍ لرله٠
زیړګل به کله کله لکه ګلا جان استاد امــسا په لاس کړه دستاراو منګي سره به يې داسې ښياسته لوبې ، بګتۍ او دګلا جان استاد پيښې کـــولې چې په رښتيا بـــه دټنګ ټکور نه ورسته د کليوالو روحيه بله او دخوښې احساس به د کلي په اوسيدونکو کې تر سترګو کيده ٠

شین خالۍ هم د زيړګل په مينه مسته او دزيړګل د پام او نظرد جلبولو لپاره خپل کليوالي سينګار ته خاصه پاملرنه لرله ،هغې دلښته په شان جــــګه ونه او د کوترې په شـــان د پنجو په څوکه تګ او رفتار در لود چې زیړګل به کله کله داسې ويل ٠

د کلی مینځ کې دپنجو په څوکوتله شين خالۍ
لکــــه کــــوتــــره مې د ورایه ولــیده شين خالۍ

زيړګل چې دشين خالۍ دلارې تګ او دهغې کليوالې سینګار او نزاکتونوتراغيزې لاندی راغلی وه، خپل د سترګو ليدلی حال د اسې اظهار وه ٠

د سیخکوکتار یـــې جوړ وه د اوربلـه ځینې
په یو نــــظریی زړګی ویوړه د ګــوګله ځینې
په سرومنګلو یې لاس تیرکړه دکاکله ځینې
په هر قدم کې لکه لښته ماتیده شين خالۍ
لکه کــــوتره مې د ورایه ولــیده شين خالۍ

شين خالۍ به تل د خپلو همزولو سره ګدر ته تله او کورته به ېې د چښاک پاکې اوبه راوړلې نو چې کله به د اوبو راوړلو څخه فارغه شوه ،بيا به د خپلو خور لنډو سره په چکر شوه چې زيړګل به داسې زمزمه کوله ٠
خپلو هــــمزولو سره وتـــې په چکروه نه
ښکلی موسم دپسرلي او مـــازیګر وه نه
د پلو لاندې پــــټ کاتــــه یې په هنر وه نه
د نجنومینځ کې لکه شمعه بلیده شين خالۍ
لکه کوتــــره مې د ورایه ولــیده شين خالۍ

او په اخره کې زيړګل د خپلې مينې سندره داسې ختموله ٠

یو یې په غاړه سورکمیس ګل بخمل وه نه
پــــه جګــــه پوزه د چارګل یې جلوبل وه نه
دا خوشبویي چې په ګډا ترې د سنبل وه نه
په افغاني لباس کې ښکلې ښکاریده شين خالۍ
لکه کوتــــره مې د ورایـــه ولـــیده شــــين خالۍ

ما هم د زيړ ګل د مينې ، ژوند ، هيلو او ارمانونو احساس راټول او په لاندينې سندريز شعری بڼه کې تاسو د شعر او ادب مينه والو ته ډالې کوم ٠

شين خالۍ
د کلی مینځ کې دپنجوپه څوکوتله شين خالۍ
لکـــه کــــوتــــره مې د ورایه ولــیده شين خالۍ

د سیخکوکتار یـــې جوړ وه د اوربلـه ځینې
په یو نــــظریی زړګی ویوړه د ګــوګله ځینې
په سرومنګلو یې لاس تیرکړه دکاکله ځینې
په هر قدم کې لکه لښته ماتیده شين خالۍ
لکه کــــوتره مې د ورایه ولــیده شين خالۍ

خپلو هــــمزولو سره وتـــې پــــه چکروه نه
ښکلی موسم دپسرلي او مـــازیــــګر وه نه
د پلو لاندې پــــټ کاتــــه یې په هنــــر وه نه
د نجنومینځ کې لکه شمعه بلیده شين خالۍ
لکه کوتــــره مې د ورایه ولــیده شين خالۍ

یو یې په غاړه سورکمیس ګل بخمل وه نه
پــــه جګــــه پوزه د چارګل یې جلوبل وه نه
دا خوشبویي چې په ګډا ترې د سنبل وه نه
په افغاني لباس کې ښکلې ښکاریده شين خالۍ
لکه کوتــــره مې د ورایـــه ولـــیده شــــين خالۍ
— —————————————-

۷/۱/۲۰۰۸