کور / کیسه / بي نتجي هڅه

بي نتجي هڅه

کله چې سهار مکتب ته تلم بدن اوسرمې ډیر درد کاوه په مکتب کې دشاګردانو دناروڅخه مې نورهم پرسردردسو دمکتب درسونوخوند نه راکاوه دمکتب رخصتي سوه دکورپرخواروان سوم په کورکې خاموشي وه هوا ډیره یخه وه دخوني مخي ته ولاړوم چې ناڅاپه دکوڅي له خواچیغي اوناري سوي بدن مې په لړزیدوسوکوښښ مې وکي چې ژرکوڅي ته ورووځم چې څه کیسه ده ؟ خوبې نتیجي هڅه وه په لوی ږغ مې دبدن وریښتان نیغ ودریدل صمیمه !صمیمه اه !صمیمه دصمیم دنامه په اوریدوسره وارخطاسوم دکوڅي پرخوامې وځغستل ګورچې دکوڅي په منځ کې لپه لپه ویني توی سوي دي زه دوینو پرخوارهی سوم چې مورمې دشا له خوا ږغ راباندی وکړ دخدای لپاره مه پسي ورځه …. راوګرځه زویه راوکرځه …
ولی ؟ په صمیم څه سوي دي ؟ مورراته وویل زویه صمیم شریفه حلاله کړه او اوس دشریفي میړه په صمیم پسي ګرځي او وژني یې
صمیم ولی ؟ شریفه حلاله کړه ؟ مورمې وویل صمیم شریفه په دي خاطرحلاله کړه چې دصمیم سره یې واده ونه کړی ، ولی یې دصمیم سره واده نه کوی ؟ویې ویل صمیم څوواره مرکي دشریفي کورته ورواستولي خوشریفي نه منلي ، دشریفي مورولی نه ورکول ؟ زویه کله چې دشریفي پلارژوندی و دشریفي پلارغوښتل چې شریفه صمیم ته ورکړي خودشریفي مورنه وه ورسره جوړه دپلارترمرګ وروسته یې شریفه یې دماما وزوی ته ورکړه .
په دي خبروخبروماښام سو زما طاقت ونه سودهدیرې پرخوا رهی سوم په هدیره کې تاریکه وه سم شی نه معلومیدل زه په دي فکرونوکې وم چې یودردونکی ږغ ترغوږسو، شریفي راپورته سه زه ستاصمیم یم راپورته سه ولی ږغ نه کوي ؟ دټوپک ټکان سول قدمونه مې ګړندې کړل دشریفي میړه اودوه تنه نورنفرپراګرځیدلي وه دشریفي میړه ټوپک غاړي ته واچوي اوورته یې وویل څوک چې غلت کارکوي دغه به یې پای وي اوځینې رهي سول .

۰۸-۰۸-۲۰۰۹ م