کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

ويسا:
دې خپلواكې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ غټ سرليك نويو نومانده وزيرانو ته د باور راى د وركولو بهير ته ځانګړې او ليكلي، چې ولسي جرګه به د اونۍ تر پايه پورې د كابينې برخه ليك وټاكي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې هم په همدې موضوع بحث كړې او ولسي جرګې ته يى سپارښتنه كړې، چې نومانده وزيرانو ته دې د راى وركولو بهير له افراط او تفريط پرته پر مخ بوزي.
په ورځپاڼه كې د تركي، افغان او پاكستاني مشرانو په راتلونكې درې اړخيزې غونډې هم تبصره شوې او په افغانستان كې د سياسي ټكاو په راوستلو كې د تركيى او پاكستان ونډه څيړل شوې.
په ورځپاڼه كې په افغانستان كې شته امنيتي ستونزې او ګواښونه هم څيړل شوي او پدې ترڅ كې د بهرنيو ځواكونو د وتلو په اړه روانو بحثونو ته په اشارې د فرانسې د ولسمشر په حواله ليكل شوي، چې اوس مهال له افغانستان نه د بهرنيو ځواكونو پشا كيدل مناسب ندې.

هيواد:
دې دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې د ولسي جرګې غړي او نومانده وزيران هڅولي، چې د كوچينو مسايلو په اړه له تبصرو ډډه وكړي او په ملي كچه دې مسايل مطرح كړي.
ورځپاڼې پخپل لومړي مخ كې د هغو شپاړسو نومانده وزيرانو انځورونه هم خپاره كړي، چې پرون د ولسمشر د دويم مرستيال لخوا ولسي جرګې ته وروپيژندل شول.
ورځپاڼې پخپل يو په زړه پورې مطلب كې د خبر وركړې، چې يوى اتيا كلنې ميرمنې د حج لپاره په دولسو كلونو كې ټولې كړې پيسې د يوه پله په جوړولو ولږولې.

راه نجات:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا ليكلي، چې د شپاړسو نويو څيرو په ورپيژندنې سره كابينې خپل رنګ بدل كړې او حكومت له ولسي جرګې نه غواړي، چې د هيواد ملي ګټې او په حكومت كې د ټولو قومونو مشاركت ته په پام سره هغوى ته د باور راى وركړي.
د ورځپاڼې د لومړي مخ غټ سرليك په افغانستان كې د موازي ادارو د جوړولو لپاره كيدونكو هڅو ته ځانګړې شوې او د ولسمشر د دويم مرستيال په حواله ليكل شوي، چې دا د افغانستان ستونزې نشي هوارولې.
ورځپاڼې په خپله سرمقاله كې په افغانستان كې د روان اداري فساد پر بهرني اړخ بحث كړې او له امريكايي څيړونكو سره په ليدنه كې د لوې څارنوال پرونۍ څرګندونو ته په اشارې ليكلي، چې نړيوالې مرستې بايد د افغان دولت له لارې په شفاف ډول ولګولې شي.

اصلاح او انيس:
دې دولتي ورځپاڼو هم په بيلابيلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې د روانو حالاتو په اړه خبرونه او تبصرې خپاره كړيدي.
انيس هم پخپله سرمقاله كې په سمنګانو كې د يوه پله د جوړولو لپاره د معمرې ميرمنې په مرستې تبصره كړې او هغه يى خلكو ته د خدمت يوه ستره بيلګه بللې ده.
ورځپاڼې وړاندې خلك هڅولي، چې ددې اتيا كلنې ميرمنې په څير دې له هيواد سره مينه په عمل كې ثابته كړي.
خو اصلاح بيا پخپله سرمقاله كې په افغانستان كې د امن او سولې لپاره په روانو هڅو بحث كړې او له وسلوالو مخالفينو سره د خبرو لپاره كيدونكو هلوځلو ته په اشارې ليكلي، چې له دې مخكې بايد د باور فضا رامنځ ته شي.

ملي ارمان:
دې نا دولتي ورځپاڼې هم پخپله سرمقاله كې ولسي جرګې ته د شپاړسو نويو نومانده وزيرانو په ورپيژندنې تبصره كړې او ليكلي، چې د كابينې دا نوى لسټ تر پخواني هغې هم زيات معيوب دې.
ورځپاڼې په دوام كې ليكلي، چې په نوى لسټ اكثره نوماند وزيران هغو څوكيو ته ورپيژندل شوي، چې ددوى له مسلك سره اړخ نه لګوي او ولسي جرګه له يو بل ازمون سره مخ ده او پكارده، چې په زيات دقت عمل وكړي.
په ورځپاڼه كې په افغانستان كې په پوځي عملياتو او چاودنو كې د عامه خلكو د مرګ ژوبلې په اړه هم يو مطلب خپور شوې او د بشر د حقوقو د خپلواك كمسيون په حواله ليكل شوي، چې په تير ۲۰۰۹ ميلادي كال كې كابو يونيم زر ملكي وګړي وژل شوي.