بغلان: طالبانو دوه پوليس او دوه تورن کسان له ځانه سره يوړل
طالبانو په بغلان کي هغه دوه تنه بنديان او ورسره ساتونکي ونيول چي ددولت لخوا له يوې سيمي څخه بلي ته لېږدول کيږدل .
دبغلان ولايت دآمنيه قوماندانې يوتن چارواکې حاجې محمد وويل : چې د دولت وسلوالومخاليفنوهغه دوه تنه چې ددغه ولايت د ډندغورې ولسوالې څخه پلخمرۍ ته دتوقيف لپاره راوړل کيدل په لاره کې وسلوالومخالفينو د دوه تنوپوليسوپه ګډون له ځانه سره يوړل هغه وويل چې دمګړې دهغوې دبرخليک په اړه څه معلومات نشته خوهغه داهم وويل چې ددغه تورونوکسانو جرمونه سياسې نه وول بلکه ديوې خپلمنځې جګړي په اړه د دولت له لورې نيول شوي وو.خومخالف وسلوالوتردي وخته رسنيوته په دي اړه څه نه دي ويلې.