پکتيکا : ۴ ورځنی ښوونيز سيمينار پېل شو

د لراوبر اداره | جنوري 10th, 2010


په پكتيكا ولايت كې د دغه ولايت د مركز دښوونځيو وښوونكو ته ښوونيز ۴ ورځنى سيمينار دنوموړى ولايت دمركز دعلى بابا په ليسه كى پيل شو.

نوموړى سيمينار دپكتيكا ولايت دپوهنې رياست لخوا په لاره اچول شوى چى دپكتيكا ولايت دمركزى ښوونځيو ۴۶ تنو ښوونكو گدون ګړى چى له مخی یی دنوى نصاب په هكله پوهنیزه زده کړی ترلاسه کړی.

دیادونی وړدی چی دى ته ورته ورکشاپونو پرانيستل به د ښوونکو او دپوهنې مسئوولينو د پوهې د لوړولو په کچه کی د نوی روزنی د اصولو له اړخه مثبتی اغیزی وشیندی.

Copyright Larawbar 2007-2024