ميدان وردګ : ۲۲۸ پوليسو خپل بري ليکونه ترلاسه کړل

د لراوبر اداره | جنوري 10th, 2010


دميدان وردګ ولايت دعامه ساتنې نوښتيزپروګرام پنځمې دورې (۲۲۸)تنه پوليس فارغ او برې لیکونه یې ترلاسه کړل .

دهمدغه پولیسو د فراغت په مناسبت په لغمان کې په جوړه شوې غونډه کې دکورنیو چارو امنیتي مرستیال منیرمنګل، دمیدان وردګ او لغمان والیانو محمد حلیم فدایي او لطف الله مشعل ، دعامه ساتنې لوې ریس جنرال سادات ،دواړو ولایتونو امنیی قوماندانانو، ملي امنیت ریسانو ، دایساف ځواکونو استازو او یوشمیر دولتی ادارو ریسانو او جهادي قوماندانانو برخه واخیسته .

لومړۍ دکورنیو چارو امنیتي مرستیال او دواړو ولایتونو والیانو هغې څلې ته دګلو ګیډۍ کیښودې چې دعامه ساتنې دشهیدانو په یاد جوړ شوې وو، وروسته ټولوپه خپلوويناووکې دعامه ساتنې نوښتيزپروګرام هڅې وستايلې او دميدان وردګ ولايت د امنيتي وضعي په ښوالي کې دپام وړ بدلونونو ته اشاره وکړه ، غونډې دمیدان وردګ ولایت والي په خپله وینا کې دعامه ساتنې پروګرام یو اړین پروګرام وبللو او زیاته یې کړه چې ددې پرورګرام پراساس ولسونه د امنیت په راوستلو کې را شریکيږي او دبلې خوا په ټولنه کې دبې کاره خلکو لپاره دکار زمینه برابریږي .

همدرانګه ښاغلي فدایي دمیدان وردګ ولایت له ولسونو، علماؤ او جهادي قوماندانانو څخه مننه وکړه چې ددغه پروګرام په غښتلیتوب یې کې دپام وړ او تل پاتې مرستې کړي او هم یې د کورنیو چارو وزارت او ایساف ځواکونو څخه غوښتنه وکړه چې دعامه ساتنې ځواکونو شته ستونزې هوارې ترڅو لانور هم غښتلي شي دیادونې وړ ده چې تر اوسه په پنځو دورو کې ټول ۷۷۵ تنه دعامه ساتنې پوليس فراغ شوې چې دجلریز،نرخ ،میدانښار،چک او سیداباد ولسوالیو کې ځای پرځای شوې چې ددې جملې څخه ۱۲ تنه یې شهیدان ، ۱۵ تنه ټپیان او ۱۱۶ تنه یې بهرنیو هېوادونو ته دکار دپیداکولو لپاره دندې پريښې دي.

Copyright Larawbar 2007-2024