د معلولينو او اړو کورنيو سره ۹۱۵ ټنه خوراکي مرسته وشوه

د لراوبر اداره | جنوري 10th, 2010


دمیدان وردګ ولایت ۵۰۶۸ معلولینو،شهيدانو او اړو کورنیو سره د ۹۱۵ ټنه خوارکي مرستو ویش پيل شوو .

دمیدان وردګ ولایت د(۵۰۶۸ ) شهیدانو،معلولینو،معیوبینو او اړو کورنیو سره د (۹۱۵) ټنو خوراکي توکیو مرستې چې دنړیوال خوراکي سازمان (WFP) په مالي لګښت ددې ولایت والي محمد حلیم فدایی لخوا دویش چارې پیل شوې.

دکار او ټولنیزو چارو ریس اسلام حسیني په وینا دغه ۹۱۵ ټنه خوراکي مرستې چې ددې ولایت ټولو ولسوالیو ته ۵۰۶۸ شهیدانو،معلولینو، معیوبینو او اړو کورنیو سره چې هرې کورنۍ ته به درې بوجې غنم(۱۵۰) کیلوګرامه، درې ۳ کوتۍ غوړي او ۱۸ کیلوګرامه دال پکې شامل دي چې دټاکل شوې کمیسیون لخوا به د اونۍ ترپایې پورې به وویشل شي چې نن رسماٌ دغه لړۍ دښاغلي والي او ولایتي شورا غړو لخوا پرانیستل شوه.

Copyright Larawbar 2007-2024