" /> " /> " /> " /> په لومړي ځل يو برطانوی خبريال وژل سوئ دئ – لراوبر ویب پاڼه
کور / تازه خبرونه / په لومړي ځل يو برطانوی خبريال وژل سوئ دئ video

په لومړي ځل يو برطانوی خبريال وژل سوئ دئ video

د انګلستان د دفاع وزرات د تازه اعلاميې له مخي د سړک غاړي په يوې چاودنه کښي د برطانوۍ ورځپاڼي (سن ډې مايرر) خبريال او فوټوګرافر ژوبل دي چي خبريال يې تر ژورو ټپونو وروسته مړ سوئ دئ .

چاودنه پرون د هلمند ولايت په ناوې ولسوالۍ کښي رامنځته سول چي يو افغان او يو امريکايي سرتيری هم پکښي ووژل سول او ۴ نور امريکايي بحري سرتيري پکښي ټپيان سول .

دا دنوموړي ۳۹ کلن خبريال چي (روبرت هامر) نومېد، افغانستان ته پنځم ژورنالستيک سفر وو، نوموړی پرون په هلمند کښي د بحري قواوو سره په ګښت وتلئ وو چي د چاودني ښکار سو، دده څخه يوه مېرمن او درې ماشومان تر شا پاته دي .

که څه هم پدې سره په تېره يوه مياشت کي په افغانستان کښي د بهرنيو خبريالانو شمېر دوو تنو ورسېدئ چي يوه يې ښځينه خبرياله وه کومه چي دوې اوونۍ مخکي د ډيسمبر پر ۳۰ مه نېټه د څلورو نورو کاناډايي سرتيرو ترڅنګ د کندهار د (قاسم پُل) د سړک غاړي په يوې چاودني کښي ووژله سوله ، خو (روبرت هامر) په افغانستان کښي لومړین برطانوی خبريال دئ چي دی هم په جنګي ساحه کښي وژل کيږي، تر ده وړاندي يو بل برطانوی هغه په ۲۰۰۳ کال په عراق کښي وژل سوئ وو .

د انګلستان لومړي وزير ګورډن براون دا يو خواشينوونکی خبر بللئ او د خبريال او فوټوګرافر د کورنيو سره يې خپله ژوره خواشيني ښودلې ده .