کور / تازه خبرونه / د اسلام اباد د بچولو دپاره زغروال دېوال جوړيږي

د اسلام اباد د بچولو دپاره زغروال دېوال جوړيږي

پاکستانی حکومت په پام کښي لري چي د ځانمرګو او تروريستي حملو د مخنيوي په موخه پر پلازمېنه اسلام أباد يو زغروال دېوال را وګرځوي .

دا دېوال چي تقريباً درې نيم متره ارتفاع به ولري د لس کيلومتره مربع په مساحت به د ( ګرين زون) اړونده نومول سوي ساحه، چيري چي زياتره بهرني سفارتونه، د امريکا سياسي دفترونه او پخپله د پاکستان يو شمېر دولتي ودانۍ شتون لري، تر پوښښ لاندي راولي او ترڅنګ به يې اضافي عسکر، کامرې، سکنرونه، اغزن سيمونه او نور په پرمختللي تکنالوجي سمبال وسايل دلته کښي ځای پر ځای کړي .

د اسلام آباد د لوړپوړي امنيتي آمر (اغا علي عباس) په وينا نور دا يقيني سوې ده چي دا دېوال به ضرور جوړيږي خو دا چي د خښتو به وي که د اغزن سيمونو، لا پرې تصميم نه دئ نيول سوئ .

د اسلام اباد د زغروال دېوال پلان چي لا له وړاندي طرحه سوئ، پدې وروستيو کښي د پاکستاني مقاماتو له خوا د تائيد وړ ګرځېدلئ دئ چي د جوړېدلو چاري به يې په را روانه مياشت کښي پېل سي .