کور / تازه خبرونه / وزيرستان: د القاعدې قومندان ووژل سو

وزيرستان: د القاعدې قومندان ووژل سو

امريکايي استخباراتو په وزيرستان کي د القاعدې د يوه لوړ پوړي مشر د وژلو دعوه کړې.
د سي، آى، اې له خوا يوه خپره سوې پاڼه وايي د دوى د جاسوسي الوتکو په هغو بمباريو کي چي دوې ورځي دمخه د شمالي وزيرستان په دته خېل او ميرعلي سيمو کي سوي وې، د القاعدې يو مهم قومندان پکښي وژل سوئ دئ.
د راپور له مخي وژل سوئ کس محمودمهدي (مشهور په منصورالاسلام) د اردن تبعه ښودل سوئ دئ.
سي، آى، اې وايي د منصورالاسلام د مړيني خبر د القاعدې په يوه ويبپاڼي کي خپرو سوو معلوماتو تصديق کړئ دئ.