څلور امریکایی پوځیان ووژل سول
د امریکا « ایم . اس . ان . پی . سی . » خبری شبکه خبر ورکوی چی نن دوشنبه د افغانستان په جنوب کی درې امریکایی پوځیان د طالبانو سره په مخامخ جګړه کی ووژل سول . خبر وایی چی دا لومړی ځل دی چی امریکایی پوځیان په دې وروستیو کی په مخامخ جګړه کی وژل کیږی . خبر زیاتوی چی پرون هم یو امریکایی عسکر او د سړک جوړونی دوه افغان کارګران د ماین په چاودنه کی وژل سوي وو . په تیرو یوولس ورځو کی ( یعنی په نوي کال کی ) لس امریکایی پوځیان وژل سوي دي .