کور / تازه خبرونه / ميدان وردګ : د اداري اصلاحاتو يو ورځنی سيمينار جوړ سو

ميدان وردګ : د اداري اصلاحاتو يو ورځنی سيمينار جوړ سو

په میدان وردګ ولایت کې داداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو دخپلواک کمیسون لخوا یو ورځنی سیمنار پیل شوو .

د میدان وردګ ولایت دملکي ادارو کارکوونکو دظرفیتونو دلوړلو په موخه داداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمیسیون لخوا یو ورځني سیمنارپیل او هم دیاد ریاست لخوا دکمپویټر ښوونیزکورس پرانیستل شوو .

نوموړۍ ورکشاپ چې دولایت په کچه د مامورینو دظرفیتونو دلوړولو او نوو میتودونو سره دبلدتیا په موخه جوړ شوې وو، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونود کمیسیون استازو او دولایت اجرایه ریس لخوا پرانیستل شوو،همدارنګه دملکي مامورینو لپاره یو دوه میاشتنی ښوونیز کمپویټري کورس چې ایکسل او اکسیس پروګرامونو سره دبلدتیا او دشته ستونزو د لمنځه وړلو په اړه به ملکي مامورینو ته زده کړې ورکوي هم پرانیستل شوو، او په راتلووکي کې به دا ډول نورو پروګرامونه هم د ملکي مامورینو د ظرفیتونو دلوړولو لپاره په لاره واچول شي.

دیادونې وړ ده چې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون د ولایت د مستوفیت په ودانۍ کې د ولایت دملکي مامورینو او محصلینو دظرفیتونو دلوړولو لپاره د تیرو دریو کلونو راهیسې د انګلیسې ژبې ، منجمنټ او کمپویټرې زده کړو کورسونه په لاره اچولې چې پایلې یې موثرې دي .