کور / کتاب / د پوهندوی ن. ستانکزي “د کوچنیانو حقوق” اثر چاپ شو

د پوهندوی ن. ستانکزي “د کوچنیانو حقوق” اثر چاپ شو

د کوچنیانو حقوق، د غوره علمي شخصیت ښاغلي پوهندوی نصرالله ستانکزي څیړنیز اثر دی چې پدې وروستیو کې د مستقل خپرندویه ټولنې لخوا د زرو ټوکو په شمیر په کابل کې خپور شوئ دئ .

په کتاب کې د افغانستان او په نړیوالو قوانینو کې د کوچنیانو د حقوقو په اړه موضوعاتو باندې خبرې شوي.

په یاد شوي اثر کې، د سریزې او د ماخذونو پر لست سربیره، د افغانستان په قوانینو کې د کوچنیانو حقوق او د کوچنیانوحقوق په نړیوالو حقوقو کې اړوند مبحثونه، په نولسو برخو کې تر څیړنې لاندې نیول شوي دي.

د کوچنیانو حقوق، په افغانستان کې د حقوقي کتابونو په لیکه کې یوه نوې، اړینه او په زړه پورې زیاتونه ده، چې بې له شکه د حقوق پوهانو، د حقوقو محصلینو او د ټولو وګړو د ښې استفادې وړ به وګرځي.

د پوهندوی نصرالله ستانکزي اثار تر دې دمخه هم د کتابونو، مقالو او څیړنو په بڼه ټولنې ته وړاندې شوي، چې، مبادي حقوق، د افغانستان د خصوصي او دولتي پوهنتونونو درسي کتاب، سیر در پارلمان های افغانستان، د حقوقو ویشنه، حقوقي قاموس (ګډ اثر)، او… د یادونې وړ دي. نوموړی د هیواد په دواړو رسمي ژبو تدریس او لیکنې کوي، چې د نوموړي د ځانګړې وطندوستۍ ښکارندويي کوي.

پوهندوی ستانکزی له دوو لسیزو را پدیخوا د کابل پوهنتون دحقوقو او سیاسي علومو، ژورنالیزم او اقتصاد په پوهنځیو کې د خپلو وطنوالو په روزنه بوخت دي. نوموړی په هیواد کې دننه، او بهر کې د حقوقو د برخې پیژندل شوي څیره ده.

نصرالله ستانکزی تیرکال (۲۰۰۹) د بیوګرافي نړیوال مرکز لخوا چې مرکز یې په انګستان کې دي او په نړۍ کې د پیړۍ د ۲۰۰۰ غوره علمي شخصیتونو د ټاکنې او د هغوي د لست د خپرولو دنده پر غاړه لري، د ۲۱ مې پیړۍ په غوره شخصیتونو کې شامل، او دغه نړیوال ویاړ یې افغانانو او نړیوالو ته ور وباښه.

درانه استاد، پوهندوی ستانکزي ته د دغه ارزښتمن اثر د خپراوي مبارکي وایو، او نوموړي ته د لا زیاتو بریو هیله کوو.

په عمر او قلم یې برکت.