ورځپاڼو ته کتنه
راه نجات:
دې نا دولتي ورځپاڼې په لندن كې د افغانستان په اړه د جوړيدونكې غونډې په درشل كې افغان دولت ته دا سپارښتنه كړې، چې په هيواد كې د بهرنيو ځواكونو د قانومند كولو د مسئلې پورته كول بايد هير نكړي.
په ورځپاڼه كې افغان امنيتي ځواكونو ته د بګرام د زندان د سپارلو په موضوع هم بحث شوې او د دفاع د وزارت د وياند په حواله ليكل شوي، چې دى زندان د افغانستان ملي حاكميت تر پوښتنې لاندې وړې وو.
خو ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې ليكلي، چې يوازې د بګرام زندان په سپارلو سره نه بلكه ملي حاكميت يوازې هغه وخت ترلاسه كيداى شي، چې په افغانستان كې د ميشتو بهرنيو ځواكونو حضور قانوني او د هغوى فعاليتونو ته يو قانوني چوكاټ جوړ شي.
هيواد:
دې دولتي ورځپاڼې پخپل لومړي مخ كې د هغې غونډې خبر وركړې، چې د ولسمشر كرزي په مشرۍ د ولسي جرګې د انتخاباتو په اړه جوړه شوې وه.
ورځپاڼې ددى غونډې په حواله دا هم ليكلي، چې د ولايتي شوراګانو د انتخاباتو په اړه پورته شوي شكايتونه د افغانستان د سترې محكمې لخوا وڅيړلې شي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې هم په همدغې مسئلې بحث شوې او ليكل شوي، چې له مسائلو سره بايد د ملي ګټو په پام كې ساتلو سره چلند وشي.
په ورځپاڼه كې د لندن له غونډې نه د افغانانو هيلې او توقعات څيړل شوي او ليكل شوي، چې پدې غونډه كې په افغانستان كې دې د روغې او جوړې بهير ته هم بايد زياته پاملرنه وشي.
ويسا:
دې خپلواكې ورځپاڼې بيا د لندن غونډه د ولسمشر كرزي او د لويديځودولتونو ترمنځ د پيچلو اړيكو لپاره د غوره بنسټونو د جوړولو يوه ښه موقع بللې.
ورځپاڼې پخپل لومړي مخ كې په افغانستان كې د يوى وروستۍ نظر پوښتنې پايلې خپرې كړي او په غټو ټكو سره يى ليكلي، چې په افغانانو كې د خپلې راتلونكې په اړه هيلې زياتې شوي.
د ورځپاڼې په وينا په سلو كې اويا خلك پدې باور دي، چې هيواد په سم لور روان دې او په سلو كې دوه اويا خلكو د ولسمشر كرزي له ادارې نه خپل رضايت ښودلې.
په ورځپاڼه كې په افغانستان كې د بهرنيو ځواكونو د حضور په اړه هم يو مطلب خپور شوې او د بريتانيى د پوځ د لوى درستيز په حواله ليكل شوي، چې تر پنځو نورو كلونو پورې دى حضور ته اړتيا ده.
ملي ارمان:
دې نا دولتي ورځپاڼې پخپل لومړي مخ كې په ولسي جرګه كې نومانده وزيرانو ته د باور راى د وركولو په بهير بحث كړې او د حكومت او ملي شورا دريځونو ته يى په اشارې پوښتلي دي، چې دا تقابل دې او كه معامله؟
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې بيا په ولسي جرګه كې د باور راى د وركولو په بهير انتقاد كړې او ليكلي، چې د ملي شورا فلتر نيمګړتياوى لري.
په ورځپاڼه كې په افغانستان كې موجوده ستونزې هم څيړل شوي او پدې ترڅ كې د بهرنيو ځواكونو زياتول او د افغان امنيتي ځواكونو روزل له شتو ګواښو سره د مقابلې لپاره ضروري بلل شوي دي.
اصلاح او انيس:
دې دولتي ورځپاڼو هم په بيلابيلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې د روانو حالاتو په اړه خبرونه او تبصرې خپاره شوې دي.
انيس پخپله سرمقاله كې په افغانستان كې د جنګ د لګښتونو د لوړيدو لاملونه څيړلي او ليكلي، چې په افغانستان كې د ميشتو بهرنيو ځواكونو اكمالات د جنګي لګښتونو د زياتيدو اصلي علت دې.
خو اصلاح بيا هم پخپله سرمقاله كې پدې ټينګار كړې دې، چې په افغانستان كې د امن او امان د ټينګښت لپاره دا لازمي ده، چې ترورزم د هغې په اصلي ځالو كې وځپلې شي.
افغانستان ټايمز:
دې انګلسي ژبې خپلواكې ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې افغان حكومت ته د بګرام د زندان د سپارلو په پريكړې تبصره كړې او هغه يى په افغانستان كې د ټولو هغو زندانانو پيلامه بللې، چې د بهرنيو لخوا اداره كيږي.
ورځپاڼې په دوام كې د هغو زندانونو حالت هم د انديښنې وړ بللې، چې د افغان دولت لخوا اداره كيږي او پدې ترڅ كې نړيواله ټولنه هڅولې، چې له عدليى وزارت سره مرسته وكړي، چې په زندانونو كې ښه شرايط برابر كړي.
ورځپاڼې پخپل ننني كارټون كې په افغانستان كې د اداري فساد پر ضد روانه مبارزه انځور كړې او پكې خلك هڅول شوي، چې ددې پديدې پر ضد خپلو هڅو ته دوام وركړي.