نادري ، يوازي د کندهار پنځو ولسواليو ته تللائ سو
دبشري حقونوخپلواک کمېسيون وايې چې يوازي دکندهارو پنځووالسواليوته يې مامورين تګ کولاى شي .
دبشردحقونوفعالين وايې چې په سويل کې ناامنيوپربشري حقونوسخت اغېزکړئ .
دبشردحقونودخپلواک کمېسيون دانتقالي عدالت کمېشنراو وياند محمدنارد نادري په کندهارکې ديوې خبري ناستې پرمهال وويل چې په ټولېزډول باندې دتيرومياشتوپه پرتله دبشري حقونوپه حالت کې ښه والى راغلي خويوشمېرستونزې اوس لاهم پرخپل حال پاتې دي .
ددولت دوسله والومخالفينوله لوري ،له کليوالوسيموڅخه ښارونوته دځايي خلګودتګ راتګ په وړاندې پرتې ستونزي ،دپرمختيايې پروژودبشپړېدوځنډ،دښوونې اورزونې په وړاندې پرتې ستونزي اوپه والسواليوکې ددولتي چارواکونه شتون دبشري حقونوکمېشنرپه سويل کې له عمده ننګونوڅخه يادي کړې .
دنوموړي په خبره چې په ځانګړي ډول په عدلي اوقضايي اداروکې دکار دحجم زيات والي ،دډيرى کسانودوسيې له ځنډسره مخ کړئ، دانتقالي عدالت دپروسې دعملي کولوپه اړه ښاغلي نادري وويل چې دم ګړى نه هم په دولت اونه هم په نړيوالوکې داسي سياسي اراده موجوده ده چې دغه پروسه دي عملي کړي .
خودنوموړي په ويناچې دانتقالي عدالت پلي کول يوه اوږدمهاله پروسه ده .دبشردحقونودخپلواک کمېسيون دانتقالي عدالت کمېشنراو وياند محمدنادر نادري په سويل کې دولسي وګړو دمرګ ژوبلي په کچه کې دټيټ والي خبرورکړ.
نوموړي زياته کړل چې تيره مياشت په سويل کې ددولت دوسله والومخالفينواونړيوالوځواکونوپه عملياتوکې سل تنه ولسي وګړي وژل شوي ،چې پدې ورستيوکې په دغه کچه کې دپام وړکم والى راغلي خودقيقه ارقام يې ورنکړل .