په شپږو مياشتو کي پر ٩٦٨ ماشومانو جنسي تېری سوئ دئ

رفيع الله مندوخېل | جنوري 12th, 2010


په پاکستان کي پرماشومانودجنسي تېري په ضددتنظيم ساحل مشره آغلې فراح نازوائي چي دتېرميلادي کال په شپږومياشتوکي په پاکستان کي پر٩٦٨ماشومانوجنسي تېری سوئ دئ .اوزيات شمېردنجونوياني ٦٨٣اود هلکانوشمېر٢٨٥دئ .

په پاکستان کي هره ورځ پردريوماشومانوجنسي تېری کېږي .اودغه شمېره ترلويوښارونوپه کليوالوسيموکي زياته ده .چي په ښاري سيموکي په سلوکي ٣٥خوپه کليوالوسيموکي په سلوکي ٦٥ ده .

هغه ماشومان چي ورباندي جنسي تېری کېږي عمرونه ئې له ١١بياتر١٥کلونوپوري وي .په پاکستان کي داسي پېښي ترټولوزياتي په پنجاب ايالت کي ترسترګوکېږي .اوپوليس مجرمان درشوت يابډوپه بدل کي له بنده خلاصوي ،چي داپرماشومانودجنسي تېري غټ لامل دئ .

رفيع الله مندوخېل ، ږوب

Cell # 0092-300-3937628

rafiullah.mandokhail@gmail.com

Copyright Larawbar 2007-2024