روزګان: ځانمرګى بريد کوونکى ووژل سو

34 | جنوري 12th, 2010


د روزګان ولايتي مقامات وايي په دغه ولايت کي يې پرون يو کس هغه مهال وواژه چي د ځانمرګي بريد د ترسره کولو هڅه يې کوله.
د روزګان د امنيه قومندانۍ د ترهګرۍ سره د مبارزې آمر ګلاب خان وايي دغه کس په دېراوت ولسوالي کي امنيه قومندانۍ ته د ننوتلو هڅه کوله، دى هغه مهال د پوليسو له ځوابي ډزو سره مخ سو چي په دروازه کي ناستو پوليسو يې ټکان وکړه، دوه پوليس او يو ملکي سړى يې وواژه، دوه نور پوليس يې ټپيان کړل.
د ګلاب خان په وينا ځانمرګي قومندانۍ ته د ننوتلو هڅه کوله،خو په دروازه ناستو پيره تر پېژندلو وروسته دارانو وواژه.

Copyright Larawbar 2007-2024