هغه ۳ خواړه چي د زنګنو د درد په کمښت کي ګټور دي
دغه درې خواړه د خپل د خوړو په رژیم کي ورګډ کړۍ تر څو د درملني نه پرته د خپلو زنګنو په درد کي لږوالۍ راولۍ
لیکنه: جانیس ګراهان
ژباړونکۍ: عزیزالله محرابي
اخیستنه: د Reader’s Digest مجله
په سلګونو زره خلک د مفصلونو د پړسېدلو له امله د زنګنو د شخ پاتی کېدو او درد سره مخامخ دي. علاجونه له فعاله پاتي کېدو او د وزن له کمولو نه پیل کیږی او خبره د پېچکاریو تر لګولو او هان تر عملیاتو پوري هم رسیږي. مګر څیړني څرګندوﺉ چی تاسو کولاﺉ شۍ د ښه کېدو لپاره له ځینو خونده ورو لارو نه کار واخلۍ :
مټر یا شنه نخود
د اوکلاهاما د دولتي پوهنتون د څیړني پر بنسټ، هغه کسان چي د زنګانه درد لري او د دریو میاشتو لپاره، هره ورځ د مټر یا شنه نخود پروټین خوري، د تکلیف او ددرد د لږېدو او د لږو درملو د استعمال راپور یې ورکړۍ دۍ. مټرد (آیسوفلاوون)او هغه نباتي هورمونونو له امله چي د پاړسوپ ضد توکی لري، بډايي دۍ. د څیړنی لیکوونکۍ پروفیسر بهرام ح. ارجمندي وايي: د څیړني ګډونکوونکو د مټر د پوډرو يو مِکس چي ۴۰ ګرامه پړوټین یې هم درلودل، استعمال کړل، مګر تاسو کولاي شۍ په همآغه اندازه ګټه د مټر او شیدو له ګډي شوي ذایقې، یا د وړو مټرو او یا د مټرو له برګر څخه هم تر لاسه کړۍ.
مټر د ښځو لپاره د پنځو عالي خوړو له ډلې څخه یو دۍ.
میوه
پر ۲۹۳ آسترالیایي ځوانانوباندي د څېرونو د تر سره کولو په پاي کي داسي نتیجه تر لاسه شوه چي د مېوو ډیر خوړل کولاﺉ شي چي دهډوکو د ماغزو د ژوبلېدو خطر کم کړي کوم چي د زنګنو د مفصلونو د پاړسوب او په زنګنو کي د درد د لازیاتېدو یوه څرګنده نښه ده. داسي ښکاري چي د زنګنو انډیواله مېوې هغه مېوې دي چي د ویټامین C له پلوه بډایه وي لکه، کیوي، مالټه، کینو، نارنج، آم، چکوتره، امروت او داسي نور. څیړونکی داسي ګومان کوﺉ چي دا په میوو کي ویټامین C ده چي د زنګانه بند او دهغه جوړښټ خوندی ساتي.
کبان
ډیرو څېړنو داسي څرګنده کړې ده چي د کب غوښه او د کب غوړي د زنګنو په درد او شخوالۍ کي چي د روماتیزم د پاړسوب له امله رامنځ ته کیږي، کمښت راولي. اوسنۍ څیړني ښیي چي په کبانو کي پیداکېدونکي د اومېګا – ۳ غوړ اسیډ، ښايي نه يوازي دهغو کیمیاوﺉ توکو مخه ونيسي چي د بندونو په پاړسوب کي د درد لامل ګرځي، بلکه د هغو پروټینونو مخنیوﺉ هم کوي چي د زنګنو د کړپندوکي(غضروف) د سولېدلو سبب ګرځي. د خوړو څېړونکي ډاکټر آرتیمیس پ. سیموپولوس وايي چي : د غوړو کبانو غوښه لکه د [ماکیریل(دشمالى اتلانتيك يوډول خوراكى كب)، یا سالمون(يو ډول وړوکۍ غوښين كب)] غوښه کم تر کمه په یوه اوونۍ کي دوه ځلي د یوه خوراک په اندازه وخورۍ او یا هم د اومېګا ۳ یو ګرامه کپسولونه په ورځ کي یوه دانه استعمال کړۍ.