کور / ترخې خبري / كرزى له جاسوسانو څخه كابينه جوړوي !

كرزى له جاسوسانو څخه كابينه جوړوي !

كه څه هم د كرزي په شخصيت او اهليت باندي خبري كول د وخت ضياع ده ، خو كله كله سړى د زړه له ډير دردڅخه دې ته اړ شي چې خپل احساسات او هيوادنۍ مينه له خپلو هيوادوالو سره شريكه كړي. په دې خبره ټول پوهيږو چې كرزى هغه سړى دى چې په تشو وعدو باندي يې نه يواځي خپل ملت بلكه نړيواله ټولنه هم وغولوله ، او له ټولو سره يې د پيشو او موږك Tom and Jerry لوبه پيل كړي ده. تر ټولو په زړه پوري ټكى خو دادى چې دا تكړه لوبغاړى په دې لوبه كې دومره پوخ شوى دى چې د دغي ډرامې اصلي جوړونكي ( نړيواله ټولنه ) نه يې هم لاره وركه كړي ده. لكه په همدغه كارتوني كې چي موږك له يوې خوا خپل موقف ساتي او له بلي خوا پيشو او دكور خاوند نه خپه كوي، نو كرزي هم كټ مټ د هغه موږك په پله باندي پل ږدي او غواړي چې له يوې خوا پيشو (ګاونډيان اوټوپك سالاران) او له بلې خوا د كور خاوند ( امريكا) خوښ وساتي.كه څه هم دا كره خبره ده چې پيشو او دكور خاوند دواړه د ده دښمنان دى، خو دى هځه كوي چې په خپل مهارت سره دواړو خوښ ساتي او دى خپلي مزې په كي وكړي. په دغه لوبه كې زمونږ خوار او بې وزلي ولس يواځي د هغه كارتوني فلم د ليدونكي حيثيت لري كوم چې په هيڅ ډول سره نشي كولاي چې له مخكي نه د لوبغاړو او سناريو جوړونكو ترمينځ د قراداد پر بنسټ جوړ شوي سناريو كې بدلون راولي. خو ډيره ښه شيبه به هغه وي چې دغه موږك د ليدونكو ( افغان مظلوم ولس ) د زړه له خوښي سره سم خو هغه هم د سناريو له مخي يو كار تر سره كړي.

له ډيرو خبرو به تير شو اوس اصلي موضوع ته راځو چې ولې ددغې لوبې سناريو ورځ په ورځ په ډيره كرغيړنه بڼه اوړي او ورځ په ورځ دليدونكو ( افغان مظلوم ولس) د ناخوښيو لامل ګرځي. په دې ورستيو كې چې د افغانستان په اصطلاح كابينه د جوړيدو په حال كې ده او دغې لوبي ډير ليدونكي موندلي دي. خو دلوبي اصلي كركټر ورځ په ورځ پسي بې خونده او بې كفايته كيږي.

دبيلګي په ډول په دغه كابينه كې د ځينو وزيرانو نومول ځينو وزراتونوته دومره بې له سنجش څخه شوي دي چې حتى چا يې خيال هم نكاوه. يو له دغو بي كفايته وزيرانو څخه د ايران د استخباراتو اجڼت او د اير ان د مستبد حكومت لاس پوځى ډاكټر هاشم عصمت اللهي دى.

دغه ښاغلى په ريښتيا سره هم ډاكټر دى خو په شيطانت ا و جاسوسي كې يې د ايران څخه ډاكټري راوړي ده. عصمت اللهي هغه سړى دى چې په كابل پوهنتون كي يې د ايران او ايرانيانو په اشاره د افغان ولس بچو او په تيره بيا د پښتو او پښنو په خلاف جبهه جوړه كړي ده. د دغې جبهې غړي لكه سعيده مژگان مصطفوي ( د ښځو چارو د وزارت مرسياله او د كابل پوهنتون د ژورناليزم د پوهنځي استاذه )، منيژه باختري ( پيژندل شوي ستمۍ او په كابل پوهنتون كې د دغې ډلي فعاله غړي او دكابل پوهنتون د ژورناليزم په پوهنځي كي استاذه چې تل يې د پوهنتون له وايي سره دښمني ښوولي او تل يي دانشګاه بولي) ، ضيا رفعت ( پيژندل شوى فاشيست ، په اخلاقي فساد تورن او د پښتو ښكاره دښمن ) او داسي نور و تل دا هڅه كړي ده چې د افغان ولس وياړونه خراسانيانو ته وركړي او د دغه هيواد اتلانو ته د جنايتكارنو خطاب وكړي.

اوس پوښتنه داده چې كرزيه ! ايا يواځي عصمت اللهي دسړي زوي ده او كه د هيواد په پوهنتونونو او د لوړو زړه كړو مؤسسو كې نور پوه ، مخور او په دين او وطن مين پوهان او دغي څوكۍ ته وړ كسان هم شته ؟!؟!؟ زه نه غواړم دهغه چا نومونه واخلم چې عصمت اللهي غوندي خلك يې حتي دهغه د لكچر د اخيستلو وړتيا هم نه لري داخو لا پريږدي چې د عصمت اللهي په شان يې څومره زده كونكي روزلي دي.

مونږ افغانان ټول بايد دا ومنو چې مونږ لمړى مسلمانان او بيا افغانان يو . هر هغه څوك چې مسلمان او ددغه كړيدلي هيواد ګټو ته وفادار وي بې له دې نه چې د هغه قوم او ژبي ته پام وكړو دخپل واكدار او حاكم په توګه منو.خو هغه ځوك چې د دې ولس په وينو، كلتور، فرهنګ او تاريخ باندي سودا كوي مونږ ده دمنلو وړ نده. زه په پايله كې هيله لرم چې د ملت استازي دي په دې برخه كې په بشپړي پاملرني سره خپل ايماني پور ادا كړي او پري نږدي چې يو ځل بيا زمونږ هيواد او هيوادوال په تيره بيا د لوړو زدكړوه په برخه كې د پرديو د لومو ښكار شي ، كه نه نو بيا به د افغانستان د لوړو زده كړو په ټولو مؤسسو كې همغه د بلخ پوهنتون د تير كال سناريو روانه وي او پښتون ولس نه به دهغو دحقوقو د اخيستلو په تور ژبه پري كيږي.

په پښتنه مينه او درنښت

تبصره نسته

  1. گرانه ورره د معلوماتو نه مو مننه- زه دومره وایم چه کرزای بیچاره خو هسی په نوم پاچا ده واک د بل چا په لاس کی دی – کرزای سه ملامت ده لگ خو دا د تش په نوم د پارلمان غری چه د خلکو له خوا تعین شوی هم بمبارد که دا زکه چه همدغه خاینان رهین د اطلاعات وزیر ته د تایید رای ورکره –
    گرانه سر مو په دردوه زه درته داوایم چه مونگ tom and gery یو – والله چه داسی خلک شته چه د پیسو لپاره دین ایمان او ننگ او ناموس خرسوی – له بده مرغه چه همدغه خلک بیا هم مخکی دی – او کله چه کومه غونده جور شی او یا یی حجری ته لار شی تول خلک ورته ناست وی – د ورزی به کچالان خرسوی او یا مزدوری کوی خو کله او بیا چه وگوری د یو توپک سا لار او یا د جاسوس په کور کی ناست وی – پدی کی کرزای سه ملامت دی –

    رازی چه نور انتقادونه پریدو او نه کومه گته لری- داسی لاری چاری و لتو چه خلک پدی پوه شی چه نور دا د اسلام او افغانستان دُخمنانو پلوی پریدی –

    و سلام

  2. Dont be critic please, Karzay is the best man for this prevailing situation. If you argue for not, then who can be his replacement in this ongoing football game period???

  3. سالامونه ګرانه.

    ستاسو لېکنه مو ولوسته خدائ شته چې ژړا مې راغله؛هو همداسې ده دوزېرانو ټاکل د کرزې صاحب د چپ لاس کاردې ، دې ته ضرورت نه لېدل کېږې چه څوک دې ښو چې بس ېوبادار پرې خوشحا له کړې.کرزې صاحب ښوپدې فکر دې چې زه ښوپه نوم پښتون ېم اوچې هرڅه کوم پښتانه ئ زغمې ،ښودا ترڅو؟
    ګرانه،مونږستا په څېردملت استازوته سترګې په لارېواو انشاءلله چې دوې تېر وار ې کومه غلطې کړې هغه به داځل جبران کړې او اوپه ډاګه به کړې چې دوې دملت استازې دې نه دچا غلامان.

  4. سالامونه ګرانه.

    ستاسو لېکنه مو ولوسته خدائ شته چې ژړا مې راغله؛هو همداسې ده دوزېرانو ټاکل د کرزې صاحب د چپ لاس کاردې ، دې ته ضرورت نه لېدل کېږې چه څوک دې ښو چې بس ېوبادار پرې خوشحا له کړې.کرزې صاحب ښوپدې فکر دې چې زه ښوپه نوم پښتون ېم اوچې هرڅه کوم پښتانه ئ زغمې ،ښودا ترڅو؟
    ګرانه،مونږستا په څېردملت استازوته سترګې په لارېواو انشاءلله چې دوې تېر وار ې کومه غلطې کړې هغه به داځل جبران کړې او اوپه ډاګه به کړې چې دوې دملت استازې دې نه دچا غلامان.

  5. بسم الله الرحمن الرحیم
    د افغانستان د پارلمان ښاغلو وکیلانو ته
    موږ خپل غوښتنلیک په دې لیکه پیلوو:
    غله او تالانګر ارسلا جمال ته رایه مه ورکوئ!!!
    دا اواز یوازې زموږ دڅو کسانو نه دی ،دا غوښتنه د ټول خوست اود ټولې لویې پکتیا د خلکو ده.
    ښاغلو وکیل صاحبانو!
    کله چې ارساله جمال په خوست کې د والي په دنده وګمارل شو،له هغې ورځې نه د خوست ولایت د خلکو بدمرغي پیل شوه.اداري فساد خپل وروستني څنډې ته ورسید،امنیتي حالت لا پسې خراب شو. د خوست د وروڼو قومونو په منځ کې تربګنۍ پیدا شوې،د خوست ځمکې دغه غله تالان کړې، خو په دې د ښه ځان پوه کړي چې حاصل به یې له ځانه سره یو نه سي.
    په خوست ولایت کې ارساله جمال د پاکستان د تالي څټ او جاسوس په نوم پېژني. د پاکستان په لارښوونه نوموړي په څو قتلونو کې لاس لري. چې غچ اخیستونکي لا تر اوسه پورې پسې ګرځي. خو ددغه ولایت نه په تیښته بریالی شو.
    ددغو پاس څو کرښو په نظر کې نیولو سره، ستاسو ښاغلو وکیلانو نه په درنښت هیله کوو، چې خپله رایه ارساله جمال ته ور نه کړئ، چې په دې کار سره به مو خپله انساني او وجداني فرض پرځای کړی وي.

    نوټ: کابل پرس د ځالاندې ویبپاڼې نه په ډېر درنښت هیله کیږي ، چې هغه کټ مټ نشر کړي .
    دغه لیک د لاندې کسانو له خوا د افغانستان پارلمان ته ولیږل شو:
    په درنښت
    شاه ولي خان
    معسوم خوستی
    سید ولي همدرد
    نوروز
    شیرمحمد متونوال
    خوشنود ځدراڼ
    عبدلله منګل
    صالح جان بهرام زی
    نسیم خوستی
    بهادر ځاځی
    وزیرخان
    نظیرشاه
    ګل محمود
    پیردل تڼی
    زرغون لکڼوال
    سیدشاه خان
    حبیب نور
    سنګر سمون
    عتیق الله سیګی وال
    متین شیرزی
    زمری منګل
    عزیزخان خوستی
    لایق خان خوستوال
    منورخان غمګین
    قیوم ځاځی

  6. ګرانو وروڼو اسلام علیکم!
    وروسته له سلام څخه غواړم یوه خبره زه هم ستاسی په خبروپسی ور زیاته کړم هغه دا چه حقیقت خو دا دی چه زمونږ ډیری وکیلان هم نه غواړی د ولس او خدای لپاره کار وکړی ،دلیل یی دا دی چه په نورو هیوادنو کی او یا هم د انسانی او خدای له ویره کله جه په ولس باندی حکومت ظلم او نا روا کوی نو وزیران او د د ولس استازی د خپلی استعفا په ورکولو سره په حکومت باندی فشار اچوی چه د ولس آواز واوری خو له بده مرغه چه زمونږ له مشرانو سره نه د ولس غم شته او نه هم د خدای پاک نه ډار،نو په داسی حالتو کی خو ولس ته بله لار نه پاته کیږی چه ټړل عمر خوله پټه ونیسی او یا هم پاڅون وکړی .زمونږ حکومت خو صرف پریږده چه دروغ ووایی چه نن په فلانی ځای کی دومره مسلح مخالفان ووژل شول او …او هلته بیا وایی چه صرف یو دوه ولایتونو کی څه طالبان کله نا کله چریکی حملی کوی او داسی نور..،
    خو زما په اند سره دا باید ټول هخه څوک چه ځانته افغان وایی ومنی چه زمونږ هیواد یرغل شوی او په د کی هیڅ شک او شبحه نشته او که چیرته مونږ غواړو د خدای پاک حضور ته لږ غوندی سپین مخ ورشو نو له هر امکان نه په ګټه اخیستو سره دا یرغل ګر پوه کړو او دخپلو خلکو پاکی هیلی په اوبو لاهو نه کړو.نو که چیرته دا خبری د منلو وړ وی نو بیا زمونږ د رایو ورکول داسی چاته چه زمونږ پر سر له یرغلګرو سره معا ملی کوی داسی معنی لری لکه چه مونږ خپله د دوی یرغل ته مشروعیت ورکوو.په درناوی دۍ سرلوړی
    افغانستان په هیله

  7. په سرکې د لر او بر چلوونکو او ليدونکو ته سلامونه
    زه دا وايم چې افغانان اوس هم له هغه چا نه دي انسانيت او دوستي تمه کوي چې هغه شل کاله وړاندي ازمويل شوي .زه خو د کرزي د مسلماني او پښتونولي ته دي شک په سترګه ګورم .زه خو وايم چې لدي ډول ***** نه دي ښو تمه کول خپله عټه تيروتنه ده .د افغانانو يوځل بيا حوصله ختمه شوي او زه هيله لرم چې يو بل غټ انقلاب به افغانستان او افغانان په دي طوفان څخه خلاص کړي .
    — ——————
    توتاخېل صاحب
    لراوبر خپلو لوستونکو ته د احساساتو څرګندولو اسانتيا ورکوي ، مګر خلکو ته د سپکو سپورو ويلو نه !
    هيله ده په راتلونکي کي دې ټکي ته پاملرنه وکړئ .
    په درناوي
    د تبصرو د څارني څانګه