کور / شعر / د حضرت شېخ متي بابا عليه الرحمه شعر

د حضرت شېخ متي بابا عليه الرحمه شعر

* له زابله د امان الله حليمي رالېږنه


د زابل په ولايت کي د کلات ښار د شېخ متي بابا غونډۍ



په لـويو غـرو، هم په دښتــــوکــې
پـه لــوى ســهار، په نيمو شپو کـې
په غـــاړه، ږغ او پـه شپېلــکوکـې
يـــا د ويـــر ژلــو په شپېلــوکـې
ټول ستا د ياد نارې سورې دي دا ستــا د مــينې نـنـدارې دي
جــنډې زرغــون کـه په بېديا دي
د بـــربـڼ خــــوا ته په خندا دي
تـــرنك چـې خــړ دى په ژړا دى
دا ټـــــول اغـېز د مـينې ستا دى
ټــوله ښـکل دي ستا له لاسه اې د پاســـوالـو پـاسـه پـاسـه
کــه لمـر روښانه مخ يې سپين دى
يــا د سپـوږميه تنــدى وريـن دى
کـــه غـر دى ښکلـى پرتمـين دى
لکــه هـينـداره مـخ دسيــن دى
ستـا د ښـکلا دا پـلـوشه ده دا يـې يــو سـپـکه نـنـداره ده
دلـتـه لــوى غـرونـه زرغـونـېـږي
د ژونـدون ژمي پـکښـې چـلـېـږي
بــوراوې شـــا وخــوا کــړېـږي
سـتـرګـې لـيـدو تـه يـې هـېښيږي
لــويــه خـاونده ټوله ته يې تــل د نـړۍ پـه ښـکلـېـده يــې
خـــاونـده سـتـاښکلى جـمال دى
ښـکاره يـې لور پـه لور کـمال دى
کـه ورځ که شپه، که پيړۍ کال دى
سـتا د قـدرت کـمـکـى مــثال دى
سـتـا د لـورونــو يــو رڼا ده دلـتـه چـې جـوړه تـمـاشـا ده