د حمزه په شعرونو کې طنزی توکي

د لراوبر اداره | جنوري 12th, 2010


دحمزه شینواري په شعرونو کې طنزی توکي :

۲

د غزل بابا په ځينو شعرونو کې له کنایې څخه چې د کلام د ایجاز لامل ګرځي او دوی مانا وي لري یوه لیري او بله نژ دې کار اخلي هغه په کنایه یو بل ربړ ته ګوته نیسي وایي لا يې په غوږ کې اذان شوی نه وي یاني تر اوسه یې خپله مسلماني په شک کې ده بیا فتواوي ورکوي

لا په غوږ کې يې ملا بانګ ويلی نه وي
چې بېلتون ګڼي پښتون او مسلمان کې
هسې رنګه مې ايمان دی په پښتو کې
لکه څنګه چې پښتو مې ده ايمان کې

هغه په طنز ولس ته وایي چې څوک خپل کښت په خپل باران خړوب نه کړی د خواست په باران فصل نه زرغونیږی همداسی چې خپلې ژبې خپل کلتور او خپلو اتلانو ته خپله وده اوکدر ورنه کړی په بل يې وده او کدر نه کیږي د بل په تمه لاس تر زنې لاندې مه کښینئ

په پردۍ ژبه خبرې پښتون نه کا
بې ليلا بله سودا خو مجنون نه کا
څو د خپل ادب باران باندې ونشي
بل باران به د قام فصل زرغون نه کا
اوله خپله ژبه، پسته نورې ژبې
بې بنياده عمارت خو سمون نه کا
زاهد ته وايي ته چوپ شه د تسپو خبری پریږده دلته بل څه روان دی دلته ازادی په خطر کې ده لومړی آزادی بیا
زاهده! پرېږده د تسپو خبرې
کوي ماحول د زولنو خبرې
هغه په یو ډیر ښه طنزی عنوان اجازت دی دا طنزی شعر ویلی دی
پيرنګي درنه پښتو ده هېره کړې
چې کيسه يې راپه خوله کړم اجازت دی؟
وايي مونږه سره ټول مسلمانان يو
ډېره ښه ده زړه دې ښه کړم اجازت دی؟
د پښتو په ځای تعليم د اردو ښه دی
هيڅ خلاف به ترې ونکړم اجازت دی؟
يقين وکړه چې زه ستا نه خلاف نه يم
ولې پوی دې چې لږ زه کړم اجازت دی؟
په اردو مې ژبه نه چلي صاحبه!
په پښتو خبرې وکړم اجازت دی؟

بیا په رندی بلبل ته وايي: ای په قفس کې بلبله ته په ازادی ژاړی یا په پسرلی ؟
زه پوهیږم ریا کوې د آزادی پسې ژاړی بهانه دی بهار دی
ګل په پښه کې داغزو ښکارې
بلبله تا ولې ژړا اوکړه
شوې دقفس سره آشنا بلبله
چه په بهار دی زړه هوا اوکړه
که په څو ډوله دې ځان پټ کړو آشنا
په هر انداز کښې دې ریا اوکړه
هغه د انتی پارادوكسيكال یا ضد و نقيض‌ جوړښت کې وايي:.
ساقي رامې وړه تسپې او شراب دواړه
چې همدم کړمه ثواب او عذاب دواړه
بیا دعکس او تبدیل په فن سره دا طنزی شعر پنځوی او وایي
طبيب وايې چې دواکړه دعاپرېږده
حبيب وايې چې دعا کړه دواپرېږده
یا
بې کاري به هم يو کار وي خو حاصل ورځينې نشته
دمقصد منزل يې کوم شوهغه اوښ چې بې مهاروي
هغه دجمع اوتفريق په ادبی فن سره لیکی

يوحريص دقام ښېګړه ،بل غرض دځان کا
څه که يو روزګارکوي مېږي اومچان دواړه
په لومړی بیت کې حریص دکام ښېګړه او دځان غرض یو شی ګڼي په دویم بیت کې هغه بیرته سره جلاکوي
حمزه بابا وايې چې څوک پښتون وي هغه په بله ژبه نه ږغیږ ي دمبالغې هغه شکل دی چې مدعا يا دمبالغه شوي صفت کيدل هم دعقل اوهم دعادت له مخې امکان ولري . حمزه بابا په لاندې بيت کې داسې نغوته ورته کړې ده
ستا په سبب کړي رقابت ورسره
ټوله دنيا ده په حمزه مينه
همدارنګه په ظرافت وايي:
ته اسلام او پښتو دوه ګڼه خو زه وايم
خداي هم كه انسان واي نو پښتون به وو
بیا په ظرافت وایی دنیا سرچپه شوه نور موږ ته ځای نشته یارانو ځی چي ځو
زاهد چې میکده کې ساقي شوی کاسې ویشي
رندانو باندې تنګې میکدې شوې ځــئ چې ځو
زموږ په تصور کې چې تصویر یې هـــــم لانه وو
یارانو هغه ورځې هغه شپې شــــوې ځــئ چې ځو
په زور دمحتسب خو ټول دیو مخې شیخان شول
بې شماره بې ایمانه یې سجدې شو ځئ چـــې ځــو
بیا په طنز له ځانه پوښتی ساقی ته می درواغ وویل ناروا خو می نه ده کړی ؟!
په زغرده ملامت واعظ ته په ملنډو وایي: ای بې خبره کمبخته درندانو ګناه خو تا ته نه رسی که هغه ګناهکاره بولې هغو ته د عا وکړه
نن مې ساقې ته چه انکار اوکړه
دا مې روا که نا روا اوکړه
ای دفطرت نه بې خبر واعظه
بس کړه رندانو ته دعا اوکړه
ووايــــــــه زاهــــد ته ګنــــــــــا زه كــــــوم
زور خو يې كمبخته په تـــــا نــــــــــه راځي
خداى دې مين ډېــر كړي چې ښېرې كوي
مـــــاله خــــــــــــو نور چل د دعا نه راځي
هغه د ژبی د ارزښت په باب په پنیات ژبه د د عمارت دبنیاد سره ، پښتو ژبه د درمن سره تشبیه کوي او لیکي

غېرو ژبو کړې لاهو پخپل تهذيب کې
بې پښتو به دې اوس هيڅوک راستون نه کا
خپلې ژبې خپل تهذيب وته چې شا کا
ملګرتيا له هغه قامه ژوندون نه کا
اوله خپله ژبه، پسته نورې ژبې
بې بنياده عمارت خو سمون نه کا
فرنګيان د پښتو ژبې خوشه چين دي
خو دې درمن ته نظر هم پښتون نه کا
بې له دې که ټول جهان هم ورته پرېږدې
بل ميراث به ستا نسلونه ممنون نه کا
پاڅه پاڅه د عمل جذبه پيدا کړه
يو ملت هم ترقي په افسون نه کا
په طنز وايي زه د پوه خلکو سره چي خلک یې لیونی بولی ځم او داغیارو ځواب داسې ورکوي
دا چـــــــــې خــــــــــرد هم په ملت ځاروي
زه دې همــــــــــــداسې لـــــــېونو سره ځم
پام كـــــــــــــوه زه هغـــــــــــــــه نظر نه يمه
چــــــــــــــــې به په دود د سپېلنو سره ځم
وايي اغـــــــــيار چــــــــــــې د دوزخ ژبه ده
زه به جنت ته د پښــــــــــــــــــــــتو سره ځم
او په پای کې وایي:

په خلاصېدو شوه د زړه وينه حمزه
لا ډېر غمونه مېلمانه پاتې دي

اخځونه
سمسور وب پاڼه
بینوا وب پاڼه
وکي پيدا وب پاڼه
فس بوک وب پاڼه
بهیر وب پاڼه
ننګرهار وب پاڼه

Copyright Larawbar 2007-2024