کور / تازه خبرونه / مسلمان ټکسي وان د ديندارۍ ريکارډ ټينګ کړ

مسلمان ټکسي وان د ديندارۍ ريکارډ ټينګ کړ

په نيويارک ښار کي يوه مسلمان ټکسي وان د امانت او ايماندارۍ ريکارډ ټينګ کړ.
اته ويشت کلن محمداسد د بنګلدېش تبعه دئ چي په نيويارک ښار کي ټکسي چلوي، نوموړى هغه مهال د يوه غټ امتحان سره مخ سو، چي د ګرسميس په ورځ يې په موټر کي د ٢١٠٠٠ ډالرو څخه ډکه بټوه وموندله.
د نيويارک پوليس وايي دغه بټوه د يوې ٧٢ کلني اېټالوۍ سيلانۍ څخه د محمداسد په موټر کي پاته سوې وه، خو دا چي د هغې ادرس هم په بسته کي ليکلى وو، محمداسد سمدستي ټولي پيسې د هغې هستوګنځي ته وروړې.
تر ټولو عجيبه دا ده چي محمداسد له هغې ښځي څخه د انعام يا شيريني له اخيستلو هم ډډه وکړه او وايي دا د يوه مسلمان په حيث د ده فرض وو چي د بل حق ونه خوري او خپل اصلي خاوند ته يې وسپاري.