ترکيه: د افغانستان او پاکستان د مشرانو غونډه جوړوي

34 | جنوري 13th, 2010


د ترکيې د بهرنيو چارو وزارت وايي روانه مياشت به د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي او پاکستاني ولسمشر آصف زرداري ترمنځ يوه غونډه جوړه کړي.
ترکيه هرکال د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ښو اړيکو د رامنځته کولو په موخه دغه سرمشريزه غونډه جوړوي.
د ترکيې د بهرنيو چارو وزير احمد داود اوغلو وايي دغه سرمشريزه غونډه به د جنوري پر ٢٦ مه د لندن تر کنفرانس دوې ورځي دمخه په پلازمېنه استنبول کي جوړه سي.

Copyright Larawbar 2007-2024