کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

اراده:
دې خپلواكې ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې د آى ايس آى د مشر د پرونيو څرګندونو په ځواب كې ، چې ويلي په پاكستان كې كيدونكې ترورستي حملې د افغانستان له لارې كيږي، ليكلي، چې پاكستان غواړي په سيمه كې د روانو لانجو پړه پخپلو ګاونډيانو واچوي.
ورځپاڼې په دوام كې د افغانستان او پاكستان ترمنځ په پوله د اغزن سيم د غزولو لپاره د جنرال احمد شجاع پاشا غوشتنه د هم دې اتو بوتو اساسي هدف بللې، چې د ورځپاڼې په وينا له كلونو كلونو راهيسې پرې پانګه ونه كړې.
ورځپاڼې په يو بل څيړنيز مطلب كې د افغانستان په شمال كې د جرمني ځواكونو د فعاليتونو په څرنګوالي انتقاد كړې او د كندز د والي په حواله يى ليكلي، چې دوى تل سست عمل كوي، ځكه دده په وينا د جرمني په قومندانانو كې د بې تجربې كسان هم موجود دي.

هيواد:
دې دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې په افغانستان كې د كرنې د سكتور د ودې او پراختيا لپاره په روانو هڅو بحث كړې او هغه يى د هيواد د اقتصادي پياوړتيا لپاره خورا مهمه بللې.
ورځپاڼې په دوام كې د كرنې په سكتور كې د بنسټيز بدلون د راوستلو لپاره د يوې هر اړخيزې ستراتيژۍ د جوړولو او د هغې د پلې كولو لپاره د نړيوالو مرستو د جلبولو غوشتنه كړې.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې بيا دا سپارښتنه كړې، چې په افغانستان كې د كرنې د ودې او پراختيا لپاره بايد پانګه ونه جلبه شي.

ويسا:
دې خپلواكې ورځپاڼې پخپل لومړي مخ كې په افغانستان كې د وسلوالو طالبانو په خلاف د روان جنګ په اړه د ناټو او امريكايي ځواكونو د عمومي قومندان په حواله په غټو ټكو سره ليكلي، چې په افغانستان كې پر طالبانو كړۍ تنګه شوې ده.
ورځپاڼې په دوام كې د جنرال سټنلي مك كريسټال په حواله ليكلي، چې افغانانو ته بايد ډاډ وركړاى شي، چې دوى يى ساتنه كوي او دوى د خپلو عملياتو لارې چارې او ځينې تګلارې بدلې كړيدي.
خو ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې په افغانستان كې د روانو حالاتو په اړه د فرانسې د سوسيال ګوند څيړنه راخستې او ليكلي، چې په افغانستان كې حالات ورځ تر بلې خرابيږي.
په ورځپاڼه كې د افغانستان او پاكستان په اړه په ابو ظبي كې جوړې شوې غونډې ته د افغانستان د بهرنيو چارو د وزير ډاكټر سپنتا څرګندونې راخستي او ليكلي، چې په افغانستان كې د امريكا د پوځي حضور پياوړتيا بايد د افغان ملي اردو او پوليسو د بيارغونې برخه وي.

افغانستان ټايمز:
دې انګلسي ژبې خپلواكې ورځپاڼې په خپله سرمقاله كې په افغانانو كې ددوى د راتلونكې په اړه د هيلو په زياتيدو تبصره كړې او ليكلي، چې د افغان دولت په اقداماتو كې ښه والې او د افغانستان په اړه د اوباما نوى ستراتيژۍ ددې سبب شوې، چې يوې روښانه راتلونكې ته د خلكو هيلې زياتې شي.
ورځپاڼې په دوام كې ليكلي، كه د افغانستان لپاره د امريكا نوى ستراتيژۍ بريالۍ شي او ولسمشر كرزې د فساد پر ضد د مبارزې لپاره خپلې ژمنې عملي كړي نو د راتلونكې په اړه به په افغانانو كې باور لا زيات شي.
په ورځپاڼه كې له ولسمشر كرزي سره د امريكا د كانګرس د پلاوي د ليدنې خبر هم وركړل شوي او ليكل شوي، چې پدې ليدنه كې له مخالفينو سره د سولې د خبرو په څرنګوالي خبرې شوي.

اصلاح او انيس:
دې دولتي ورځپاڼو هم په بيلابيلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې د روانو حالاتو په اړه خبرونه او تبصرې خپاره كړيدي.
انيس هم پخپله سرمقاله كې راتلونكې ته د افغانانو د هيلو د زياتيدو په موضوع تبصره كړې او ليكلي، چې په تيرو اتو كلونو كې په افغانستان كې شوي اقدامات كه څه هم له نيمګړتياو سره مله وو خو د خلكو په ذهنيتونو يى خپلې ځانګړې اغيزې يى درلودلي دي.
خو اصلاح بيا په افغانستان كې له اساسي قانون څخه د سرغړونو په مواردو بحث كړې او ليكلي، چې دا كار بايد په يو دود بدل نشي.

ملي ارمان:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا پخپله سرمقاله كې له وسلوالو طالبانو سره د خبرو لپاره په روانو هڅو بحث كړې او دا سپارښتنه يى كړې، چې په افغانستان كې د سولې د ټينګولو لپاره ښه به دا وي، چې د افغانستان له دښمنانو سره د خبرو پر ځاى هغوى ته ماتې وركړاى شي.
دې ورځپاڼې هم په يو مطلب كې د سيمې د هيوادونو په كورنيو چارو كې د پاكستان په لاس وهنې تبصره كړې او ليكلي، چې زرداري له دغو لاس وهنو نه امتياز اخلي.
ورځپاڼې په افغانستان كې د امن او امان د ټينګولو په وړاندې يو اساسي خنډ د پاكستان لاس وهنې ښودلي او ليكلي، چې په افغانستان كې د امنيت د ټينګښت لپاره په كيدونكو هڅو كې بايد بدلون راوستلې شي.