کوټه: د ګاډۍ او بس ترمنځ ټکر ١٠ تنه ووژل

34 | جنوري 13th, 2010


د بلوچستان ايالت له مرکز کوټي څخه تللې د جعفر ايکسپريس يوه ريل ګاډۍ په ميا چنو سيمه کي له يوه بس سره ټکر سوې چي لس تنه يې وژلي دي.
د ميا چنوسيمي د پوليسو مشر د دې پېښي تصديق وکړ او وايي له ګاډۍ سره ټکر سوئ بس د يوه ښوونځي د زدکوونکو کوو چي پر چلوونکي سربېره نهه ماشومان پکښي وژل سوي او د ٢٠ په شاوخوا کي زدکوونکي ټپيان دي.

Copyright Larawbar 2007-2024