د ښار سقوط

د لراوبر اداره | جنوري 12th, 2010


په تاريخي لحاظ كندهار د افغانستان په سياسي اووښتونونو اوتحولونوكي ستررول لوبولي دى او ځينو پوهانو كندهار د جغرافيوي ارزښتونوله مخي دهيواد ايل كولو اوفتوحاتو له لپاره دافغانستان دروازه ګڼلي ده اوله دي لاري يوڅوك كولاسي ټول افغانسان ترخپل سياسي نفوذاواغيزي لاندي ولري اوهروخت اوزمان دمركزي حكومت داستحكام ،استقراراومركزيت په وړاندي امنيتي ستونزي راولاړولاى سي . له بلي خوا كندهار پخپل ګاونډ كي پاكستان غوندي متعصبه هيواد لري چه دنړي پرمخ دسياسي منڅته راتګ راهيسي يي دافغانستان په وړاندي مخلصه او صادفانه كړنلاره نه ده درلودلې او هيڅكله يي دهيواد دنا آرامه كولو هڅه نه ده پريښي آن چه دسردارداودخان په وختوكي يي لا رباني ،مسعود اوحكمتيارغوندي خلك ګمارلي وو څو دحكومت په وړاندي مسلحانه بغاوت وكړي او د ISI شوم اوكرغيړن اهداف دلته پلي كړي.

همدارنګه دكندهارولس اوسمهال دهيواد دنوروولاياتوپه پرتله په شعوري اوعلمي توګه ډيروروسته پاته دي چه له كبله يي ملي روحيه اووطني مينه او لوله هم كمزوري ده كه څه هم كندهاريان په اسلام مين اومذهبي اړخ يي ډيرقوي دى خو داسلام په هكله اساسي او بنسټيزي زدكړي نلري اسلام يي فقط په ږيره اولنګوټه كي خلاصه كړيدى حقوق العباد يي تل ترپښولاندي كړيدي حال داچه سترڅښتن بي له شركه ترخپل حق تيريداى سي مګر دخپلو مظلوموبندګانوپرحقوفوتيري نسي زغملاى . همداعلت دى چه ددوى دسپيڅلي جذبي څخه دهيواد اوخاوري دښمنان ناوړه ګټه پورته كوي اوداسلام ترنامه لاندي يي دخپلي خاوري اوخلكوپه وړاندي جنګوي ،مكتبونه سوځي ،ښوونكي وژنى سړكونه اوپلونه ويجاړوي او په هرځآنمرګي بريدكي دبهرنيانو په پرتله زموږبي ګنا اوغريب هيوادوال له منځه ځي .

دپورتنيو ستونزوپه پام كي نيولوسره دولت هم څومره چه ښايي هغومره پاملرنه دي خواته نه ده كړي په كارپوه اومسلكي چارواكي يي دي سمي ته نه دي معرفي كړي داسدالله خالد اوسيد اقا ثاقب په ګمارلويي دغه ولس نورهم وځاپه او ددولت اوخلكو ترمنځ يي موجود واټن نورهم زيات كړ ځكه دي خلكو نه په ولس كي نفوذ درلودى اونه هم پا ك او وفاداره كسان وو . ددي سره سره چه ښاغلي كرزي ددي خاوري دى خوددي خاوري حق يي هيڅ نه دى اداكړى ځكه دده هڅه داده چه دخپلي چوكى او مقام دساتلو لپاره بايد نور خلك خوشحاله اوپه سيموكي يي كاروكړي نو څكه يي دي خواته شاګرڅولي ده دغه اوسمهال كندهارښار دطالبانو ترمستقيمي اغيزي اوكنترول لاندي دى اودښار په هره سيمه كي چه هروخت اومهال وغواړي فعاليت كولاى سي. دښاراكثرمساجد ددوى داوسيدلو په ځآلګى اووښتي دي په ښكاره يي كتاب په لاس كي دى مګر په حقيقت كي يو فعال او يرغل كوونكي جګړه مار وي اودښاربريدونه ټول ددوى لخوا رهنمايي كيږي همدارنګه په نوموړو مسجدونوكي دتقاريرو پرمهال حاكم دولت مردود اونارواګڼي اوبيعت كوونكي ياچاچه په تاكنوكي برخه اخيستي ده منافقين اومرتدين بولي امرګ يي رواكوي اودهرډول عصري علومواومكاتبو خلاف دي اوخلكو ته په زغرده وايي چه خپل بچي ښوونځيوته مه ليږي چه دادكفاروسره مشابه كاردى اوپه قيامت به دكفاروسره راولاړيږئ . او ډيرمقتديان ددوى تراغيزي لاندي راغلي دي ،اولادونه ددي پرځاي چه ښوونځيوته وليږي ديوه اوبل سره يي شاګردوي چه كله كله دجنسي اهدافو ښكارهم ګرځي اوياهم كوڅو اوبازروكي لوى لونده ګرځي دراتلونكي دخراپيدوترڅنګ يي دټولني امنيت اودخلكو ژوند ته هم لوى گواښ پيښوي .

خونه پوهيږو په كندهاركي ميشت امنيتي مراجع په دي هكله سترګي پټوي ، ياخو بي كفايته دي او ددي وړتيانلري چه نوموړي ګواښونه كشف كړي او ياهم په فساد ككړي دي او دمخالفينو څخه خپله ونډه اخلي . خو كه چيري لومړى ښاغلي كرزي كندهارته سمه توجه ونكړي دوهم دكندهارامنيتي مسولين اودريم دكندهارښاريان دغه ستونزه جدي ونه ګڼي نو ډيرژربه كندهار دپنجواي ،ژيړي او ارغنداب په سرنوشت اخته كيږي بي امني به خپل اوج ته ورسيږي ، هره ورځ به ترورنه وي ګرم اوناګرم به نه وي معلوم خو وژل كيږي به ، ترټولو بده يي لادا ده چه بهرني ځواكونه به په كورونو ننوځي او لكه په صحراووكي چه هرڅه يي زړه غواړي كوي به يي چه بيابه بند اوبووړي وي لكه ديادو ولسواليو په شان دتړلو هيڅ امكان به يي نه وي .
په درنښت

Copyright Larawbar 2007-2024