کور / تازه خبرونه / عراق: ځانمرګي بريد مرګ ژوبله واړوله

عراق: ځانمرګي بريد مرګ ژوبله واړوله

د عراق حکومت وايي په انبار ښار کي يوه ځانمرګي بريد ١٣ تنو ته مرګ ژوبله واړوله.
د عراق د کورنيو چارو وزارت وايي ځانمرګې حمله د پوليسو پر يوه مرکز سوې چي اووه پولس يې وژلي او شپږ نور يې ټپيان کړي دي.
په عراق کي تر دوه کلني نسبې ارامي وروسته په تېرو مياشتو کي يو ځل بيا د چاودنو او ځانمرګو بريدونو حملو زور اخيستئ چي د ٢٠٠٩ په ډسمبر مياشت کي يې تر ٥٠٠ ډېر عراقيان ووژل.