کور / تازه خبرونه / پرېکړه ليک: هند او پاکستان دي مذاکرات وکړي

پرېکړه ليک: هند او پاکستان دي مذاکرات وکړي

د هند په پلازمېنه نوي ډيلي کي د هندوستان او پاکستان ترمنځ د سولي کنفرانس پاى ته ورسېدئ.
د سولي لار په نوم دغه کنفرانس درې ورځي دوام وکړ چي د پاکستان او هندوستان د مدني ټولنو د استازو، ليکوالانو او سياستوالو له خوا جوړ سوئ وو، چي په پايله کي ګډونوالو د پاکستان او هندوستان ترمنځ پر مذاکراتو ټينګار وکړ.
د هند د بهرنيو چارو پخواني وزيري سلېمان حيدر وويل مهاتما ګاندي ويلي که د پاکستان او هندوستان ترمنځ شخړي حل نسي دواړه هيوادونه به تباهۍ ته ور ټېل وهي.
د غونډي ګډونوالو د دواړو هيوادونو پر مشرانو ږغ وکړ چي په لوړه سطحه د سولي خبرو ته دوام ورکړي او د دواړو ملتونو ترمنځ د سولي او باور فضاء رامنځته کړي.
د افغان څېړونکو په وينا د هندوستان او پاکستان ترمنځ د ډاډمني فضاء موجوديت نه يوازي دغو دوو هيوادونو، بلکي د افغانستان او ټولي سيمي پر حالاتو مستقيم اغېز لري، ځيني پوهان خو په افغانستان کي د روان بحران اصلي علت هم د هند او پاکستان ترمنځ موجوده ستونزي بولي، چي په وينا يې پاکستان په افغانستان کي د هند له نفوذ څخه بېرېږي ځکه د طالبانو ملاتړ کوي.