کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د ملې شورا وطن دوسته وکیلانو ته وړاندیز !

د ملې شورا وطن دوسته وکیلانو ته وړاندیز !

دکومي ورځی نه چي کرزې صاحب قدرت ته رسیدلې دي داسي دبهرینوچارووزیرېې نه دې ټاکلې چي هغه دافغانستان ملې ګټې په نړېواله کچه حمایه کړي اکثره یاخپل بانډونه ، یادخپلې نظریی ملګري اویا خپل قومی ټولګې حمایه کوي اودافغانستان واقعیتونه په اصلې بڼه نړي ته نه ورښکاره کو ې تاسی وګوري دښاغلي اسپنتا دبهرینوچارودوزارت په دوران کی داسی یوکس; په ملګروملتوکې دافغانستان نماینده کوي چي هغه یوي دکمونیستې ډلې دمشرانونه دې اودپښتنوډیرسخت ضد کس دې نوموړې دپخوانې شعله جاوید ( په افغانستان کی دماهویستی کمونیست )ډلې دبنسټ ایښوونکونه دي چي هغه ډله سرترپایه دپښتنوضد ډله وه اصلا دهغوې فلسفه نه اسلام مني اونه ملې نظریات .

داسی یوکس چي په یوه هیواد کي دیوه مطلق اکثریت مخالف وي هغه په کوم وجدان دملې ګټونه دفاع کولاې سی همدا علت دي چي جنګ دپښتنوپه سمیوکی ورځ ترهغه بله زوراخلي اونړیوال دی ټکی ته پام نه کوې چي کله یواکثریت ناارامه وې اقلیتونه امن نه سی راوستلاي . اوس زموږنماینده په ملګروملتوکې; ظاهرتنین دي چي
داسپنتا دماهویستی افکارواوګوند ملګري دې . زماهیله دهغه وطنپالووکیلانونه داده چي ددی نوې نوماند وزیر ښاغلي زلمې رسول نه په پارلمان کي پوښتنه وکړي چي هغه دداسی سفیرانوپه هکله چي نه اسلامی روحیه اونظریه لرې اونه افغاني څه پلان لري ؟

ایادهغوې دتغیرپلان لري اوکه نه ؟ زموږهیواد تراوسه هیځ سمه بهرنی پلالیسې نه لري نه اسپنتا داکاروکړې اونه ظاهرتنین داکارکوي . یوځوک چي دقومی تعصب اویاحزبی تعصب په لوموکی راګیروې هغه هیځکله هم وملي ګټوته پاملرنه نه کوي ؟ وسلام