کور / تازه خبرونه / پراګ: مشال راډيو; په خپرونو پيل وكړ.

پراګ: مشال راډيو; په خپرونو پيل وكړ.

د چيك جمهوريت په پايتخت پراګ كې د ازادې اروپا/ازادۍ راډيو د ډيورنډ كرښې دې غاړې ته د كوزې پښتونخوا لپاره د (مشال راډيو) جوړه كړه چي خپرونې يې نن د جمعې په ورځ (۱۵ جنوري) ماځيګر پر څلورو بجو پيل شوې او هره ورځ به د ماځيګر له څلورو تر شپږو بجو پورې خپرونې كوي.

د ازادۍ راډيو مسوولين وايي د مشال راډيو اصل هدف به په سيمه كې د مذهبي افراطيانو د تبليغاتو لپاره يوه متبادله خبري وسيله وي او په دې راډيو كې به د كوزې پښتونخوا د پښتنو لپاره هراړخيزې خپرونې كېږي.

په دې راډيو كې به د پښتو نوميالى سندرغاړى هارون باچا هم كار كوي چي د موسيقۍ په برخه كې به (د مشال ايډال) په نامه يوه ځانګړې خپرونه پر مخ بيايي.

د مشال راډیو خبریالان به په سيمه كې د ترهګرۍ، روانو سیاسي حالاتو ، د ښځو د ستونځو ، روغتیایي چارو او ټولنيزو موضوعاتو په اړه رپوټونه او همدارنګه سیمه ییز او نړیوال خبرونه او رپوټونه برابروي.

د مشال راډیو د چلوونكيو په وینا دا راډیو به له قبایلي قومي مشرانو او سیاستوالو سره ګردي مېزونه جوړوي او ژوندۍ خپرونې به ولري چي اوریدونکي به پکې په ژوندۍ بڼه خپل نظرونه څرګندولاى شي.

مشال راډیو چي په پراګ کې د ازادې اروپا راډیوله مرکزه خپرونې کوي خو په پاکستان کې هم لوی دفتر لري.

د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو یوه غیر انتفاعي نشراتي موسسه ده چي د افغانستان لپاره د پښتواو دري په شمول په اته ويشتو ژبو خپرونې کوي.

تبصره نسته

  1. mozh da pashto adbi pasoon sinzawai. la khwa wa mashal radio ta aw da radio wa malgro ta mubaraki wa u