درباري فرهنګیان

د لراوبر اداره | جنوري 15th, 2010


څومره اوښیار دي درباري فرهنګیان
چاته چپن چاته لونګۍ ښوروي

له ؛مارماهي؛نه یې کم ونه ګڼې
چې چاته سر چاته لکۍ ښوروي

چې خوار کرزي ته کله بوش ور یاد کړي
ورته قلم ورته څپلۍ ښوروي

په خولې چالاکه صفایي یې زده ده
نور ورته ټیټ ځان په بلۍ ښوروي

؛رهین ؛ ته وایي چې ؛مومند؛ بابا یې
سترګو نه لاندې ککرۍ ښوروي

مخ به دې تور شي درباري جانانه
د خلکو زور ځمکه سپوږمۍ ښوروي

Copyright Larawbar 2007-2024