کور / تازه خبرونه / کندوز:طالب وياندقاري ذبيح الله وايي چې ١٥ بهرنې سرتيرې ئي په بيلابيلونښتوکې وژلې دي.

کندوز:طالب وياندقاري ذبيح الله وايي چې ١٥ بهرنې سرتيرې ئي په بيلابيلونښتوکې وژلې دي.

دکندوز دچهاردرې دقريه يتېم او ګورتيفې په نښتوکې دوسلوالوطالبانو وياند قارې ذبيح الله مجاهد رسنيو ته وويل : چې د دوې له لورې په دغه ولايت کې دبهرنيو ځواکونود دوه ټاکونو د الوزلو په پاېله کې ١٥ بهرنې سرتيرې وژلې دي . خو دطالب وياند ددي څرګندونوپروړاندي تردي مهاله دافغان دولت چارواکواومسوولينو څه ندي ويلې همدارنګه ددغه ولايت په ننېو جګړو اونښتوکې چې قابوګرده ورځ ئي دوام درلوده ديوکوچنې اويوې ښځې دوژل کيدو سربيره يوکوچنې چې عمربه ئي نږدي ديوه کال په شاوخواکې وو هم ټپۍ شوي وو ټپۍ دکندوز سمييزروغتون ته راوړل شوي وو خو روغتيايي چارواکومونږه ته دکوچنې دپلارسره دمرکې کولو اجازه رانکړه برسيره پردي پوليسو پرته دکوم غږياانځوراخيستلوڅخه د درې رسنيو ژورنالستان نږدي نيم ساعت درولې وو . داپه داسې حال کې چې هيڅ شواهد يي نه درلودل چې مونږه دي کوم غږياانځوراخيستې وي . همدغه راز په کندوز کې دميشتو جرمنې ځواکونو له لورې داريبا دمخابراتې شرکت يوتن کارکوونکې په ډزوټپې شوي ووچې دامهال په روغتون کې د درملنې لاندې دي خو چارواکوهغه سره دليدلواجازه رانکړه.
همدارنګه نن ماذديګر نږدې څلورنيمې بجې دکندوز دولايت ودانۍ مخې ته يوځاې په ځاي شوي ماين وچاوده خوکوم ځانې زيان ئي ترشاه نه درلوده. همايون بابر کندوز