کور / تازه خبرونه / د حکيم الله مسود ږغيز پيغام خپور سو

د حکيم الله مسود ږغيز پيغام خپور سو

وروسته له هغه چي امريکايي استخباراتو د قبايلي طالب مشر حکيم الله مسود د مړيني ادعا وکړه، د هغه پلويانو يو نوى ږغيز پيغام خپور کړ، چي وايي حکيم الله مسود جوړ روغ او له بريده ژوندى وتلئ دئ.
د امريکا بې پيلوټه الوتکو د پنجشنبې په ورځ په شمالي وزيرستان کي بمباري وکړه، چي د ١٢ جنګياليو په ګډون يې د حکيم الله مسود د مړيني خبر ورکړ.
حکيم الله مسود په دې پيغام کي د بريد په هکله څه نه دي ويلي خو د پاکستان رسنۍ يې د خپلي ډلي په وړاندي د حکومت په لمسون په پروپاګند تورني کړي دي.
د حکيم الله مسود د مړيني په هکله څو مياشتي دمخه هم د پاکستان حکومت او امريکايي استخباراتو ضد او نقيض ادعاوي کړي وې، خو وروسته نوموړى ژوندى ثابت سو.