استاد برهان الدين رباني د الوتکي پر غیر قانوني خرڅلاو تورن شو

34 | جنوري 16th, 2010


يادونه:
دغه خبر د موضوع د حساسوالي په خاطر له آزادۍ راډيو څخه په مننه کټ مټ دلته خپروو.

25.10.1388
برهان الدین رباني د اریانا افغان هوايي شرکت د الوتکې پرغیرقانوني خرڅلاو تورن شو

هغه اسناد چې په دې وروستیو کې خپاره شوي ښيي چې د افغانستان پخواني ولسمشر، د جمعیت اسلامي د تنظیم مشر استاد برهان الدین رباني د خپلې واکمنۍ په کلونو کې د آریانا افغان هوايي شرکت یوه الوتکه په غیرقانوني ډول پلورلې ده.

په دې اړه راپور پژواک خبري آژانس ورکړی او لیکي چې په دې معامله کې په مشهد کې د افغانستان د هغه مهال جنرال قونسل، چې ولسمشرحامدکرزي په نوې کابینه کې ولسي جرګې ته ورمعرفي کړی، هم دخیل دی.

پژواک خبري آژانس په دې اړه په یوه راپور کې یې لیکلي چې استاد برهان الدین رباني نهه کال مخکې، د خپلې واکمنۍ پرمهال د آریانا افغان هوايي شرکت الوتکه په غیرقانوني ډول پر یوه ایراني شرکت پلورلې ده.

د آریانا دا الوتکه په 1980 کال کې په درې سوه لکه امریکايي ډالرو له روسیې څخه اخیستل شوې وه، خو استاد رباني د ایران پر کسپین کمپنۍ په نه بیه، یعنې په څلورنیم لکه ډالرو وپلورله.

پژواک په دې اړه د خپلو څېړنو په حواله لیکي، په دې معامله کې انجنیرعبدالرحیم سیدجان چې د ولسمشرحامدکرزي له خوا په نوې کابینه کې د کډوالو چارو د وزیر په توګه نومول شوی دی، هم لاس درلود.

د آریانا افغان هوايي شرکت مشر کپټان معین خان وردک تایید کړې ده چې دې شرکت د دوو TU-154M روسۍ الوتکو د اخیستو لپاره شپېته میلیونه امریکايي ډالر روسیې ته ورکړي دي، خو له دې الوتکو یوه، تقریباً په بازار کې ترخپلې بیې په څه باندې ۲۹۵ لکه ډالرو ارزانه پلورل شوې ده.

TU-154M الوتکه په دېرش زره فټ لوړه ارتفاع کې د الوتنې توان لري، سل ټنه بار او ۱۸۰ تنه مسافر وړای شي او د بوېینګ ۷۲۷ معادل الوتکه بلل کېده. همدا الوتکه د څو لسیزو په ترڅ کې دپخواني شوروي د هوايي کرښو اصلي الوتکه وه.

راپور زیاتوي، د استادرباني له امر سره سم په مشهد کې د افغانستان د هغه مهال قونسل له ایرانۍ کمپنۍ څخه د دې الوتکې په بدل کې، یوازې څلورنیم لکه ډالر ترلاسه کړل، په داسې حال کې چې دولت د هغې د اخیستو لپاره دېرش میلیونه ډالر ورکړي وو.

پژواک وړاندې لیکي، کله چې له ښاغلي رباني څخه پوښتنه وشوه چې ده ولې له دې معاملې سره چې د بېوزلي افغانستان په ډېرزیات زیان تمامه شوه، موافقه و کړه، نو ده هېڅ منطقي ځواب نه درلود او د دې پرځای یې هڅه وکړه چې ځان په دې او هغه خبره تېرباسي. ده پرله پسې همدا خبره کوله چې د ۹ کاله مخکې پر مسئله اوس خبرې کول هېڅ معنی نلري.

دا مسئله لاهم یوه معما ده چې د دې الوتکې په بدل کې افغانستان ته ورکړل شوې پیسې څه شوې او ولې استادرباني د بیت المال له مال سره په دې ډول چلند وکړ. د هغه وخت یو دولتي مقام چې نه غواړي نوم یې ذکر شي، وايي چې حتی د الوتکې په بدل کې اخیستل شوي څلورنیم لکه ډالره هم هېڅکله د حکومت حساب ته انتقال نه شوې.

خو عبدالرحیم چې په نوې کابینه کې د کاندید وزیر په توګه معرفي شوی ټینګار کوي چې له ایراني شرکت څخه ترلاسه شوي څلورنیم لکه ډالر، د استادرباني له امر سره سم، هغه مهال په مشهد کې د افغانستان د قونسلګرۍ بانکي حساب ته انتقال شول.

عبدالرحیم وايي، یادشوي څلورنیم لکه ډالر وروسته بیا د مجاهدینو د حکومت د نویو بانکنوټونو د چاپ لپاره روسیې ته ورکړل شول. ده پرله پسې خپله دفاع کوله، ویل یې، دی د حکومت یو صادق مامور و او تل یې ترځانه د لوړو آمرانو اوامر پرځای کول.

د 85748 پرله پسې نمبرلرونکې د آریانا الوتکه په 1997 کال کې هغه مهال چې شمالي ټلوالې، مزارشریف له طالبانو څخه بېرته ونیو د مزارشریف په هوايي ډګر کې ولاړه وه. له مزاره د طالبانو له اېستلو وروسته دا الوتکه تهران ته والوزول شوه او د 2001 کال د جنورۍ په دوهمه نېټه پر کسپین هوايي شرکت وپلورل شوه.

د پژواک راپور د ترلاسه شویو اسنادو په حواله زیاتوي، استادرباني چې د کابل له سقوط وروسته یې مزارشریف خپل موقت پایتخت وټاکه د 2000 کال په جون میاشت کې د 025 نمبر مکتوب له مخې عبدالرحیم سیدجان ته د دې الوتکې د خرڅلاو معامله وسپارله.

په مشهد کې د افغانستان د هغه مهال جنرال قونسل عبدالرحیم وايي، له ده سره پرټولو موجودو اسنادو د استادرباني لاسلیکونه شته. دی وايي، هغه مهال دا پیسې دولتي بانک، یعنې د افغانستان بانک ته نشوای انتقالېدای ځکه دا بانک د طالبانو د واکمنۍ په قلمرو کې و.

Copyright Larawbar 2007-2024