کور / تازه خبرونه / شپږ پياوړي هيوادونو د اېران په هکله غونډه کوي

شپږ پياوړي هيوادونو د اېران په هکله غونډه کوي

پر اېران باندي د نويو بنديزونو د لګولو په هکله د امريکا په ګډون د نړۍ د شپږو پياوړو هيوادونو غونډه نن جوړېږي.
په دې غونډه کي به د ايران پر حکومت د اټومي پروګرام د نه بندولو په صورت کي د نويو بنديزونو د لګولو په هکله تمصيم ونيول سي.
دغه غونډه چي نن په نيويارک کي جوړېږي، امريکا، برتانيه، فرانسه، روسيه، جرمني او چين هيوادونه يې غړي دي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزيري څو ورځي دمخه لا د دې کنفرانس په هکله ويلي وو چي دوى به داسي لاري چاري ولټوي چي د بنديزونو له امله د اېران حکومت کمزورى کړي، خو عام ولس پکښي زيانمن نسي.