کور / تازه خبرونه / د ناټو څلور پوځیان ووژل سول

د ناټو څلور پوځیان ووژل سول

فرانس پریس آژانس په خپل تازه خبر کی وایی چی د جلا جلا پیښو په ترڅ کی څلور ناټویی پوځیان په افغانستان کی ووژل سول .دوه یې د هېواد په جنوب کی د سړک د غاړی ماین والوزول خو نور تفصیل یې ور نه کړ . خبر زیاتوی چی د دې څخه څو ساعته مخکی یو فرانسوﺉ پوځي په کاپیسا کی او یو امریکایی عسکر هم په جنوب کی وژل سوي وو . د امریکا یو استخباراتی افسر وویل چی د دغو کورنیو ماینونو کشفول ځکه موږ ته ډیر ستونځمن دی چی طالبان هغه د کیمیاوی سري ( کودِ کیمیاوی ) څخه جوړوی او ځینی یې آن ۹۰۰ کیلو وزن لری چی هر ډول مضبوط او غټ زرهپوشونه ټوټې ټوټې کوی . د ناټو ۸۰٪ تلفات د همدغو ابتدایی ماینونو له برکته دي .