کور / تازه خبرونه / پښتونخوا: قاضي حسين احمد ناروغ دئ

پښتونخوا: قاضي حسين احمد ناروغ دئ

د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند پخوانى مشر قاضي حسين احمد د سختي ناروغۍ له کبله روغتون کي بستر دئ.
قاضي حسين احمد چي د پښتونخوا د مرکز پېښور په يوه شخصي روغتون کي د ويني د لوړ فشار له امله بستر دئ، ډاکټرانو يې د ژوند حالت اندېښمن ښودلئ دئ.
بلي خواته د پاکستان صدراعظم سيد يوسف رضا ګيلاني د قاضي حسين احمد زوى ته تلېفون کړئ او د قاضي د جوړېدو دعا يې کړې ده.
قاضي حسين احمد د پاکستان مشهور پښتون مذهبي سياستوال دئ، چي تر ٢٠٠٨ کال پوري يې د جماعت اسلامي ګوند مشري کوله، نوموړي په٢٠٠٨ کال د جماعت اسلامي ګوند له مشرۍ څخه د ناروغۍ او ضعف له وجي استعفاء وکړه.